ایران وايي نوی توغندی یې ازمویلی

د عکس سرچینه، Tasnim
د ایران د دفاع وزیر برید جنرال حسین دهقان د دې ترڅنګ چې د یکشبنې پر ورځ یې د ایران توغندیزه ازموینه تایید کړه ویې ویل چې دا د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ پر اټومي هوکړې او ۲۲۳۱ پرېکړه لیک کوم اغېز نه لري.
د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک د "ب " ضمیمې دریم پاراګراف کې له ایران غوښتل شوي چې د اتو کلونو لپاره بالستیکو توغندیو سره له تړلو فعالیتونو چې د اټومي څوکې د لېږد وړتیا ولري، لاس واخلي.
د ایران توغندیزه اموینه ګونګ شانې وه او دولت یې په تېرو څو ورځو کې دا خبر نه و تایید کړی.
ښاغلي دهقان د دولت د غونډې په څنډو کې خبریالانو ته وویل: " دا ازموینه زموږ د روانو پروګرامونو په دوام وه او تر دې پخوا مو هم اعلان کړی چې د ملي ګټو او موخو په برخه کې مو چې د دفاعي توکو د تولید کوم پروګرامونه جوړ کړي، پلي کوو یې او هېڅ ډول اراده زموږ پرېکړه اړولی نشي ".
په تېرو ورځو کې د ایران له خوا د توغندیو د ازمویلو نا تایید شوو رپوټونو د لوېدیځو هېوادونو او اسراییلو کلک غبرګون وپاروه. دوی تور لګاوه چې ایران د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک له پامه غورځولی دی.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل چې د دغه هېواد یو توغندی هم د اټومي څوکې د لېږد په موخه نه دی جوړ شوی او "دا ۲۲۳۱ پرېکړه لیک کې نه راځي ".

تېره شپه د امریکا د متحده ایالتونو په وړاندیز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه وروبلله او د ایران له خوا یې د بالستیک توغندي د "آزموینې " پر موضوع د خبریالانو نه شتون کې خبرې وکړې.








