ټرمپ: د ایران په تړاو هېڅ تګلاره له پامه نه ده غورځول شوې

د عکس سرچینه، Reuters
د ایران په تړاو د پوځي تګلارې کاروونې د انتخاب په اړه یوې پوښتنې ته ځواب کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي ' د ایران پر وړاندې هېڅ غوراوی هم له لاسه نه دی وتلی. '
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر هم خبرداری ورکړی، چې د ایران له دښمنۍ ډکې کړنې به بې ځوابه پاتې نه شي.
ښاغلي سپایسر ویلي ایران ته د ځواب جزییات به وروسته په ډاګه شي.
دغه راز د امریکا ولسي جرګې مشر پل ریان هم ویلي، پر ایران د نویو بندیزونو ملاتړ کوي.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر او د ملي امنیت سلاکار ویلي و، ایران ته یې د دغه هېواد توغندي ازموینې له کبله رسمي خبرداری ورکړی دی.
د امریکا حکومت تر څنګ د دغه هېواد کانګریس غړو هم د ایران په اړه سخت دریځ څرګند کړی دی. د استازو جرګې مشر ویلي، امریکا باید ایران ته له ' ارام ورکولو ' ډډه وکړي.
د امریکا سنا کې د بهرنیو چارو کمېټې مشر باب کراکر وايي، له سپینې ماڼۍ سره د ایران اتومي پروګرام پر سر د قانون چمتو کولو ارزونه کوي.
د امریکا جمهوریتپال ګوند، چې کانګریس کې هم اکثریت په لاس کې لري او حکومت یې هم په لاس کې دی، د ایران اتومي پروګرام پر سر د ایران او نړیوالو ځواکونو تر منځ د هوکړې مخالف وو.
خو د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما دغه هوکړه د خپل بهرني سیاست مهمه لاسته راوړنه بلله.
ولسمشر اوباما هم د ښاغلي ټرمپ د نن څرګندونو ته ورته ویلي و، چې د ایران په تړاو هر ډول انتخاب په پام کې لري.
خو نوموړي ویلي و پوځي تګلاره به یوازې هغه مهال کاروي، چې نورې ټولې لارې وتړل شي.








