جیمز متیس: 'ایران په سیمه کې د ستونزو ترشا دی'

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دفاع وزیر سعودي عربستان ته د سفر پرمهال ویلي، ایران په سیمه کې د ستونزو ترشا دی. د نوموړي څرګنده اشاره هغو ملېشو ته وه، چې په وینا یې ایران یې په سیمه کې سمبالوي.
د ايران پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ د ادارې دريځ له هماغه پيله هم دوستانه نه و، خو په منځني ختيځ کې د دفاع وزير جېمز متېس دا وروستۍ څرگندونې په پرتلیز ډول ډېرې توندې بريښي.
ښاغلي متېس سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال هغو مليشه ډلو ته اشاره وکړه چې په وينا يې ايران يې په سيمه کې سمبالوي او د دې کړنې اغېز يې پر ټولې سيمې تر سترگو کېږي.
د امريکا دفاع وزير وويل ايران په سيمه کې د ستونزو تر شا دى.
ښاغلي متيس د ايران له لوري د حزب الله ملاتړ ته هم اشاره وکړه چې په وينا يې په سوريه کې جگړې لپاره يې د ايراني پوځيانو تر څنگ زرگونه جنگيالي برابر کړي. د امريکا دفاع وزير د يمن په شخړه کې د ايران د هځو شنډولو خبره وکړه خو په دغه هېواد کې د سولې پر خبرو اترو يې ټينگار وکړ.
د امريکا دفاع وزير په خپلو څرگندونو کې د افغانستان يادونه ونکړه خو په دغه هېواد کې د امريکا يي ځواکونو قومندان جنرال جان نيکولسن وړاندې د امريکا د سنا دفاعي چارو جرگه گۍ ته په خپله وينا کې له افغان طالبانو سره د ايران او روسيې اړيکو ته اشاره کړې وه.
ايراني چارواکو د امريکا د دفاع وزير دغو څرگندونو ته لا غبرگون نه دى ښوولى.
'قوي سعودي عربستان'
جیمز متیس د سعودي عربستان له دفاع وزیر، د ولیعهد له وليعهد محمد بن سلمان او نورو جګپوړو چارواکو سره کتلي او وايي چې امریکا د 'قوي سعودي ' غوښتونکې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
دی وايي، امریکا کولای شي "د ایران د شرارت پروړاندې د سعودي مقاومت" پیاوړی کړي.
نوموړي ویلي، د سعودي عربستان چارواکو ته به د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په ریاض کې د کتنې لپاره لاره هواره کړي.
ښاغلي متیس له پاچا سلمان سره هم وکتل او د دواړو د ګډ دښمن (ایران) پروړاندې یې د ریاض او واشنګټن ترمنځ د ټلوالې د پیاوړتیا په موخه خبرې هم وکړې.
متیس چې په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا د برید پرمهال یې د نړیوالې پوځي ټلوالې مشري کوله، د سې شنبې په ورځ سعودي عربستان ته ورسېد.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
امریکا او سعودي له لسیزو راهیسې د تېلو او وسلو د ورکړې کاروبار لري.
خو د دواړو هېوادونو ترمنځ دا اړیکي د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال یوڅه ترینګلي شوي وو.
هغه مهال داسې انګیرل کېده، چې ګني مخکینی ولسمشر بارک اوباما د سورې کورنۍ جګړه کې د ښکېلتیا په اړه زړه نازړه وو او ایران ته یې ډېر تمایل و.

د عکس سرچینه، Getty Images










