پاکستان کې د هند برید ولې تر ډېره ونه غندل شو؟

انڈیا کو جواب، پاکستان کے آپشنز کیا ہیں؟

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پلوامه کې تر موټر بم برید وروسته هند کې د جیش محمد پرضد احساساتي حالت پید اشوی
    • Author, عاصمه شیرازي
    • دنده, خبریاله

د ډېلي سوېلي بلاک چې د هند بهرنیو چارو وزارت پکې دی، د فبرورۍ پر ۱۴ له پلوامه برید وروسته لاس په کار شوی.

د پلوامه برید مسؤولیت "جیش محمد" منلی، چې پکې ۴۶ هندي سرتېري ووژل شول.

دغه وزارت لومړی ټولې هندۍ رسنۍ خپلو خبرو سره وخوځولې، بیا یې هند کې د بهرنیو ډيپلوماټانو سره ژورې لیدنې او اړیکې پیل کړې.

سم لاسي یې ټول ګوندي غونډه کې ټول سیاسي ګوندونه پر یو یو مېز کېنول. د پارلمان ناسته یې وکړه او دې سره یې نړۍ ته وښوده چې "جیش محمد" څومره خطرناک دی.

له ټول تیاري سره یې تور ولګاوه چې پاکستان یوازې هند نه بلکې ټولې سیمې ته د خطر مسؤول دی.

د فبرورۍ له ۱۴ تر ۲۵ او له پلوامه پېښې تر بالاکوټ برید هند په کور او بهر په خپله ګټه نظر بدل کړ او ډیپلوماټیک غږونه یې پورته کړل.

تر دې چې د پاکستان د خورا ښه ملګري سعودي له ولیعهد یې هم د اسلام اباد ضد مخالف بیان خپرولو پوره هڅه وکړه، خو د خپلې خوښې ډېر ښه ځواب یې ترلاسه نه کړ.

۱۵۰ سفارتونه

پاکستان

د عکس سرچینه، Google

د عکس تشریح، جبه د پښتونخوا په مانسېره کې یو کلی دی.

د هند ډيپلوماټیکه غوغا دا نتیجه لري چې د پاکستان خاوره کې یې بمبار وکړ، بیا یې نوي ډيلي کې له ۱۵۰ د ډېرو سفارتونو استازي او مشران ور وبلل او د پېښې بېړنی لنډیز یې ور کړ.

دغو مشرانو او ډيپلوماټانو یوه وینا کې نه دا چې پر پاکستان د هند تېری وغانده، بلکې روا یې باله او د خپلې دفاع لپاره یې د مخنیوونکي برید نوم ور کړ.

فرانس بهرنیو چارو وزارت هم وايي، هند حق لري له پولې بهر ترهګرۍ پرضد عملیات وکړي او پاکستان ته پکار ده، خپله خاوره کې ترهګرو ته ځای ور نه کړي.

اسټرالیا که له نوي ډېلي او اسلام اباد د زغم غوښتنه کړې، خو له پاکستان غواړي چې خپله خاوره کې د ترهګرو ضد عملیات وکړي.

برید هم پر پاکستان وشو او مظلوم هم هند وبلل شو، خو داسې ولې وشول.

اوس دا کتل پکار دي چې تېرو لسو ورځو کې موږ څه وکړل؟

میراج

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند ۱۲ میراج الوتکو برید کې برخه درلوده.

له پلوامه برید یوه ورځ مخکې د ایران پر سپاه پاسدران برید وشو، ایران هم پاکستان تورن کړ او هم یې خبرداری ور کړ.

خو دا مالومه نه ده چې پاکستان تر څه بریده د ایران د شک لرې کولو هڅه وکړه.

ورپسې سبا د پلوامه تور- تور پسې تور.

دې ورځو کې د قامي اسمبلۍ د ناستې ځای ځای شور پورته کېږي، خو د مهم جوړښت د یو کولو هڅه یې نه تر سترګو کېږي.

تر دې چې د قامي غرور لپاره یو ځای نه کېني، چې خپلو کې مشوره وکړي او دې پایلې ته ورسېږي چې د هند د تېري لپاره څه پکار دي.

هغه هم په داسې مهال چې د مالي عملیاتو کار ډله یا فاینېنشل اکشن ټسک فورس (اې اې ټي اېف) پاکستان ته خبرداری ور کړی چې له "جیش محمد" نیولې تر حقاني شبکې د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ د مخنیوي هڅې پوره نه دي.

له دې وروسته د هند دریځ نور هم پیاوړی او نتیجه یې نن را ووته.

د "اسلامي همکارۍ تړون" یوازې د هند برید وغانده، خو مالومه نه ده چې د پاکستان له راضي کولو وروسته غونډه کې د هند د اعزازي مېلمه توب بلنه به وځنډوي که نه.

د پاکستان غوراوي به څه وي؟

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پاکستاني پوځیان د کشمیر مظفر اباد کې د هندي پوځیانو تګ راتګ څاري.

په پوځي او ډيپلوماټیکه کچه څه پلان شته؟ پاکستان به د هند ځواب ور کړي؟ په دغسې حالت کې به د نړۍ غبرګون څه وي؟ له هغه وروسته به سیمه کې نوی جنګ ټیکاو څومره خراب کړي؟ په دې هم غور پکار دی.

دا مهال د پاکستان حکومت او پوځ له سخت فشار سره مخ دي. ناڅاپي ګام پورته کول هم نه جبرانېدونکی زیان اړولی شي، ځکه دم او قدم دواړه په حساب پکار دی.

هند ته ځواب ور کول ضروري دی، که نه بیا به هند راتلونکي کې هم دا ډول بریدونه وکړي.

خو د ځواب ور کولو لپاره د نړیوال ملاتړ پر لرلو یا نه لرلو غور هم پکار دی.

کله چې امریکا د ۲۰۱۱ کال ډیسمبر کې د مومند ایجنسۍ په سلاله کې د پاکستان ۲۴ پوځیان ووژل، نو هغه مهال حکومت د ناټو اکمالاتي لار بنده کړه.

خو اوس دا پوښتنه پکار ده چې موږ په سیاسي، دفاعي او په تېره ډیپلوماټیکه کچه د جنګ کولو او ګټلو زور لرو که نه.

وخت دا غوښتنه هم لري چې د احساساتو په ځای د نړیوال باور ترلاسولو لپاره مثبت ګامونه پورته کړو او دا جنګ زموږ د پایښت او خپلواکۍ لپاره دی.

عمران

د عکس سرچینه، iSPR

د عکس تشریح، د پاکستان ملي امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې پرېکړه وشوه چې هند ته مناسب وخت کې ځواب ور کول کېږي.