''موږ اهداف په نښه کړل، د مړو شمېرل زموږ کار نه و''

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
د هندوستان د هوايي ځواک نوی مشر بریندر سینګ دهنوا وايي هندي الوتکو په بالاکوټ کې خپل اهداف په نښه کړل، په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېرل د هغوی کار نه و.
دا په داسې حال کې ده چې هندوستان ادعا کړې چې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد ډلې پر یو رونیز کمپ په هوايي بریدونو کې له ۲۵۰ ډېر سخت دریځه ووژل شول.
خو پاکستان دا ادعا ردوي او وايي چې هندي الوتکو په بیړه کې په یوې غرنۍ سیمه کې بمونه وغورځول او بیرته ستنې شوې.
پاکستان دغه راز وايي په هغه سیمه کې چې هندي الوتکو په کې بریدونه وکړل د هېڅ سخت دریځه ډلې روزنیز کمپ نشته.
په ډیلي کې د بي بي سي د خبریال شکیل اختر په وینا په بالاکوټ کې له بمبارۍ وروسته په لومړي ځل له خبریالانو سره په خبرو کې د هند د هوايي ځواک مشر ښاغلي دهنوا وویل دا خبره سمه نه ده چې ګواکې هندي الوتکې د خپلو اهدافو په ویشتلو کې پاتې راغلې.
نوموړي وویل: ''که موږ پر یوه هدف د برید پریکړه کوو، نو بیا خامخا برید پرې کوو، او که موږ په ځنګل کې بمونه غورځولي وای نو بیا هغوی 'پاکستان ' ولې ځوابي اقدام وکړ. ''
د هندوستان د هوايي ځواک مشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان دا ادعا ردوي چې ګواکې د بالاکوټ په برید کې ۲۵۰ سخت دریځې وژل شوي، د دوی معلومات څه دي چې څومره کسان وژل شوي وویل:
''موږ خپل اهداف شمارو، دا نه شمارو چې څومره کسان ووژل شول، دا د هوايي ځواکونو کار نه دی، دا چې څومره کسان به وژل شوي وي، دې پورې اړه لري چې د عملیاتو پرمهال هلته څومره خلک وو. ''
دا په داسې حال کې ده چې هندي رسنۍ او ځیني نور هندي چارواکي وايي د پاکستان په خاوره کې د هندي الوتکو په عملیاتو کې له ۲۵۰ ډېر سخت دریځي وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هندوستان د هوايي ځواک مشر بریندر سینګ دهنوا دا هم ویل چې د هغه هندي پیلوټ چې د پاکستان له خوا بیرته هند ته وسپارل شو روغتیايي معاینات شوي او په وینا یې که په بشپړه توګه یې روغتیا ښه وه نو بېرته به خپلې قطعې ته د دندې د ترسره کولو له پاره ستون شي.
د ښاغلي دهنوا په وینا ډېر ژر به د هند هوايي ځواکونه فرانسوي رفال او نوې پرمختللې روسي الوتکې په واک کې ولري.
پرون د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي و که هندوستان د رفال جنګي الوتکې لرلې نو د جګړې پایله به بل ډول وه.
د یادونې ده چې د رفال جنګي الوتکو پر پېرولو د هندوستان مخالفو ګوندونو نیوکې کولې.









