هندی پیلوټ څنګه ونیول شو؟

هند د خپل پیلوت سره د پاکستان چلن او د ویډیوو خپرول د جنیوا کنوانسیون ښکاره خلاف ورزي بللې ده.

د عکس سرچینه، ISPR

د عکس تشریح، هند د خپل پیلوت سره د پاکستان چلن او د ویډیوو خپرول د جنیوا کنوانسیون ښکاره خلاف ورزي بللې ده.

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ځايي خلکو له لوري له نیول کېدو د ځان ژغورنې لپاره هندي پیلوټ د تنفګچې ډزې کړې او د مهمو اسنادو له منځه وړلو هڅه یې کړې وه.

بي بي سي ته رسېدلي ثبوتونه ښيي چې د هوران نومي کلي یو شمېر احساساتي ځوانانو له نژدې نیم کیلومتر ځغاستې وروسته دغه مسلکي پوځي نیولی و.

ځايي کلیوال وايي پر پیلوټ ابهینندن یې د ډبرو ګوزارونه وکړل او هغه په ځواب کې هوايي ډزې وکړې. د نوموړي پیلوټ میګ -۲۱ ډوله الوتکه کشمیر کې له پاکستاني هوايي ځواک سره په هوايي نښته کې په نښه شوه.

پاکستان اوس د دغه پیلوټ خوشي کولو خبره کړې.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپل هېواد پارلمان ته وینا کې نن پنجشنبه وویل، د 'ښه نیت په موخه ' دغه پیلوټ سبا د جمعې پر ورځ هند ته سپاري.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د هوران کلي اوسېدونکي محمد رزاق چودري بي بي سي ته وویل:

''غوښتل مې ژوندی یې ونیسم، د ده پر پاراشوټ د هند بېرغ له لیدو وروسته پوه شوم، چې هندی پوځي دی. ''

۵۸ کلن چودري وايي، د چهارشنبې پر ورځ یې میګ ۲۱ ډوله الوتکه ولیده چې پر ځمکه وغورځېده او له نورو کلیوالو سره یو ځای د الوتکې غورځېدو ځای ته ورغی.

کشمیر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پاکستاني پوځیان د الوتکې له هغو پاتې شونو سره چې د دوی په وینا د غورځېدلې هندۍ الوتکې دي

رزاق چودري وايي، پیلوټ پر ځمکه له کوزېدو وروسته له کلیوالو وپوښتل چې هند کې دی؟ او هغو د هو ځواب ورکړ.

نوموړی وايي ده سره اندېښنه وه، چې کلیوال به پیلوټ ته زیان واړوي او یا به خپله دوی ته د هغه له لوري زیان ورسېږي:

''پیلوټ پاراشوټ له ځانه لرې کړ، د هند پلوي شعارونه یې ورکول او هلته ولاړو کسانو د پاکستان په پلوۍ نارې کړې، چې پیلوټ تفنګچه راوایسته او د خلکو ډارولو لپاره یې هوايي ډزې وکړې. ''

نوموړی وايي خلک وقهریدل، پر پیلوټ یې د ډبرو ګوزارونه وکړل او هغه د ډزو کولو په حال کې منډه واخیسته.

''هلکان له شا ورپسې و، وروسته هغه په یوه خوړ کې وغورځید او یوه ځوان چې زما وراره دی، د هغه پر پښه ډز وکړ. ''

رزاق چودري وايي، زما د وراره په وینا پیلوټ تفنګچه وغورځوله او بیا خلکو ونیو. '

د پاکستان اطلاعاتو وزارت له لوري په یوه خپره شوې ویډیو کې پیلوټ ابهینندن لیدل کېږي چې سترګې یې تړلې دي

د عکس سرچینه، PAKISTAN INFORMATION MINISTRY

د عکس تشریح، د پاکستان اطلاعاتو وزارت له لوري په یوه خپره شوې ویډیو کې پیلوټ ابهینندن لیدل کېږي چې سترګې یې تړلې دي

نوموړی وايي، پیلوټ له جیبه ځینې اسناد راوکښل او د ضایع کولو لپاره یې خولې ته کړل، خو خلکو ترې اسناد په زور واخیستل او پاکستاني پوځیانو ته یې ورکړل.

''زموږ هلکانو پیلوټ په لغتو او سوکانو واهه، ځینې کسانو هڅه کوله ترې و يې ژغوري، ما هم د دوی مخنیوی کاوه او ځوانانو ته مې ویل چې باید پوځ ته وسپارل شي. ''

هند لومړي سر کې وویل چې ټول پیلوټان یې خوندي دي، خو وروسته پاکستان یو ویډیويي کلیپ خپور کړ چې په وینو لړلی پیلوټ پکې غږیده. ابهینندن په ویډیويي کلیپ کې د پاکستاني پوځیانو مننه وکړه او په وینا یې ښه سلوک یې ورسره کړی دی.