د پاکستان پر هوايي حریم ټولې الوتنې لغوه شوې دي

الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان له هوايي حریمه هره ورځ له ۴۰۰ تر ۵۰۰ نړیوالې الوتکې تېرېږي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وایي، د دغه هېواد پر فضا هیڅ ډول ستونزه نشته، خو زیاتوي د پاکستان له خبرداري وروسته، دوی هم پیلوټانو ته خبر ورکړی چې تر دویم خبرداري باید د پاکستان پر فضا ور نه شي.

د ملکي هوایي چلند ادارې مشر محمد قاسم وفایي زاده وایي، د پاکستان د الوتنو د معلوماتي سیستم له خبرداري سره سم هغه ټولې الوتنې ځنډیدلې چې نن پاکستان ته تلې او یا د دې هيواد پر فضا تېریدلې.

ښاغلي وفایي زاده بي بي سي ته وویل، له دې ګامه هغه الوتنې هم اغیزمنې شوي چې نن د ډیلي-کابل او کابل- دوبۍ ترمنځ پلان شوې وې.

له کابل ډیلي ته تلونکې الوتکۍ د پاکستان پر فضا تیریږي او له افغانستان نه دوبۍ او برعکس کابل ته له اماراتو تلونکې الوتکې هم د نیمروز ولایت په سیمه کې یو ځل د پاکستان فضایي حریم ته دننه کیږي.

د افغانستان د هوایي چلند اداره وایي، هره ورځ شاوخوا پنځه سوه نړیوالې ملکي الوتکې د دغه هېواد پر فضا تګ راتګ کوي چې ډیری هغه یې له افغانستانه وروسته د پاکستان فضا ته دننه کیږي.

د هوایي چلند اداره وایي، دوی هند او اماراتو ته د پاکستان له فضا پرته بدیلې هوایي کرښې هم لري، خو وایي، له هغو کوریدورونو تګ را تګ واټن ډېر اوږدوي.

دغه اداره وایي، هر کله چې د پاکستان هوایي حریم د الوتنو پر مخ پرانستل شي، دوی به نړیوالو شریکانو ته خبر ورکړي.

د پاکستان د هوایي چلند ادارې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، تر یوې نامعلومې مودې یې خپل فضایي حریم د ټولو هغو الوتنو پر مخ تړلی چې د دې هېواد پر فضا تیریږي.

د افغانستان له هوايي حریمه هره ورځ له ۴۰۰ تر ۵۰۰ نړیوالې الوتنې تېرېږي.

د افغانستان له شماله سوېل ته ډېری الوتنې د پاکستان پر خاوره او د افغانستان له ختیځه لوېدیځ ته هم پاموړ الوتنې هم د پاکستان پر هوايي حریم کېږي.

محمد قاسم وفايي وايي، هره ورځ له افغانستانه هند او له هنده افغانستان ته اته الوتنې کېدې چې ټولې لغوه شوې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د هند او پاکستان تر منځ اړیکي وروسته تر هغه ترینګلي شول، چې په تېره سه شنبه د هند هوايي ځواک د پاکستان خاوره کې د جیش محمد اورپکې ډله په نښه کړه.

هند او پاکستان یو بل تورنوي چې د بل پر هوایي حریم یې تېری کړی، او پاکستانی پوځ دعوه کوي چې پر کنټرول کرښه له تېرېدو او پاکستان ته اوښتو سره یې د هند دوه الوتکې وغورځولې.

له دې مخکې پاکستان ویل چې الوتکې یې خپله فضا کې وې او پر کنټرول کرښه یې لرې هدف ویشتلی دی.

د پاکستان پوځ دعوه کوي چې پر کنټرول کرښه له تېرېدو او پاکستان ته اوښتو سره یې د هند دوه الوتکې وغورځولې. خو د هند کورنیو چارو وزارت او هوايي ځواک مرستیال مشر وايي، پاکستاني هوايي ځواک سره هوا کې نښته شوې او یوه پاکستانۍ الوتکه یې غورځولې او د دوی یوه الوتکه هم ویشتل شوې ده.

د یادونې ده چې له ۱۹۷۱ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې هندۍ الوتکې د پاکستان خاورې ته رسېدلې دي.

د پاکستان او هند ترمنځ له ترینګلتیا وروسته، د پاکستان پر هوايي حریم ټولې سوداګریزې الوتنې لغوه شوې دي

د عکس سرچینه، FLIGHT RADAR

د عکس تشریح، د پاکستان او هند ترمنځ له ترینګلتیا وروسته، د پاکستان پر هوايي حریم ټولې سوداګریزې الوتنې لغوه شوې دي