پېښور کې د سیکانو یوازینی ښوونځی ممکن وتړل شي

- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
د پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د سيکانو او نورو لږکيو یوازینی ښوونځی د ودانۍ د نشتوالي له کبله د تړل کېدو له خطر سره مخ دی چې ور سره د سلګونو ماشومانو زدکړې اغېزمنېږي.
د رايزنګ پبلک سکول په نامه دا ښونځی پر کال ۲۰۱۴ پرانستل شوی، خو تراوسه وداني نه لري او تر دا مهاله یې د کرايې دوه ودانۍ بدلې کړې دي.
دا ښونځی اوس د کراېې په دريمه ودانۍ کې له لومړي ټولګي تر اووم ټولګي ماشومانو ته تعليم ور کوي.
که څه هم ښوونځی د سیک لږکیو دی، خو تر ۲۰ سلنه زدکوونکي یې عیسیوي او هندو او هغه مسلمان زدکوونکي هم دي چې د ناامنۍ له امله له قبایلو کوچېدلي دي.
د ښوونځي مدیر بهوپال سنګ بي بي سي ته وويل، په دې سکول کې دوه نيم سوه زدکوونکي زدکړې کوي.
هغه زياتوي، د ودانۍ څېښتن ورته ويلي، چې دا وداني خرڅوي.
د سکول د ودانۍ څېښتن وايي، که د ښوونځي چلوونکي د دغې ودانۍ د اخیستولو توان لري، نو لومړی حق د دوی جوړيږي خو په دوو مياشتو کې به د ودانۍ بیه (پنځه اويا لکه روپۍ) ور کوي.
بهوپال سنګ وايي، دوی د پنځه اويا لکو روپو دور کولو وس نه لري او د دغو پيسو د جمع کولو لپاره ېې د چندې اعلان کړی دی.
د هغه په خبره، د دې ښوونځي ځانګړتيا دا ده چې وداني یې د سيکانو له عبادت ځي (ګور دوارې) سره نږدې او امنيت یې خوندي دی.

بهوپال سنګ زیاتوي، پاکستان کې د سيکانو لپاره يواځې دوه ښونځي دي.
"يو ښونځی په پېښور او بل د پنجاب په ننکانه صاحب ښار ګوټي کې دی".
هغه وايي، دا ډېره د خواشينۍ خبره ده چې د دوی د ښونځې وداني نشته.
"موږ هم د دې هېواد اوسيدونکي یو، حکومت ته پکار دي چې زموږ خيال هم وساتي".
د سيکانو ښوونځي کې يوه ښوونکې حسن وايي، د ښوونځي وداني وړه ده او د ماشومانو شمېر زيات دی چې دا هم د ماشومانو زدکړې اغېزمنوي:
"اکثره ماشومان له ورکوټي ځای شکايت کوي، خو که له دې ودانۍ لاړ شو، نو ورسره به د ماشومانو زدکړې ډيرې متاثره شي ځکه لرې ځای ته خو نه بيا ماشومان تللی شي او نه هم استادان".
په رايزينګ هوپ پبلک سکول کې پر سيکانو سر بيره د عیسويانو او هندو لږکيو ماشومان او له قبایلو کوچېدلي ځینې کوچنیان هم زدکړې کوي.

عیسوی مذهبه ويلسن وزير د پښتونخوا له حکومت وغوښتل چې د لږکیو د زدکړو د ستونزو حل ته پام وکړي.
هغه زياتوي، د مذهبي چارو وزارات ځينې عیسوي ښوونځیو ته فنډ یا بودیجه ورکوي نو پکار ده چې هغسې فنډ د سيکانو دغه ښوونځي ته هم ور کړل شي.
خو بهوپال سنګ وايي، په پښتونخوا کې د سيکانو لږکيو شمير په کميدو دی.
نوموړی زياتوي، وړاندې د سيک لږکيو شمير پينځلس زره و، خو اوس دغه شمير اوو زره ته ټيټ شوی دی.
د هغه په خبره، ډير سيکان د خراب امنيتی حالت له کبله د پاکستان نورو برخو ته کډه شوي دي.








