د پېښور ستره محکمه د ترک ښوونکو پاتې کېدل غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
د پېښور سترې محکمې له پاکستانه د پاک ـ ترک ښوونځیو د بهرنیو کارمنانو د ويستلو بهير د ځنډولو امر کړی دی.
د ترکیې حکومت دغه ښوونځي د فتح الله ګولن ډلې سره تړلي بولي او له اسلام اباد یې غوښتي و، چې کارکوونکي یې له دغه هېواد وباسي.
خو د پېښور سترې محکمې د قاضيانو دوه کسيزې ډلې د پاک ـ ترک ښوونځیو د زدکوونکو او د هغوی د ميندو او پلرونو عريضه اورېدلې ده.
په درخواست کې ویل شوي، په هېواد کې د پاک ـ ترک شپږ ويشت ښوونیزې ادارې دي چې له يوولس زرو ډېر زدکوونکي پکې زدکړې کوي.
د سترې محکې د قاصيانو دوه کسيزې ډلې(قاضي يحیا او قاضي اکرام الله) له مرکزي حکومت غوښتي چې د پاک ـ ترک د عملیې د ويستلو په مسله کې خپل درېځ روښانه کړي.

د سترې محکمې قاضيانو په خپل امر کې ويلي، چې د مرکزي حکومت له پريکړې سره د زدکوونکو وخت خرابېږي او د زدکړو بهير ته تاوان رسيدی شي.
د پېښور ستر محکمې ويلي چې د ترک کارکوونکو د ويستلو په تړاو د پاکستان د حکومت پريکړه سياسې ده.
تيره اونۍ پاکستان ته د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له دوه ورځني سفر څو ساعته وړاندې د پاکستان حکومت د پاک ـ ترک بهرنیو کارمنانو(ترکانو) ته امر وکړ، چې په درې ورځو کې له پاکستانه ووځي.
د ترکيې ولسمشر په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په خپله وينا کې د ترک کارکوونکو د ويستلو په تړاو د پاکستان د حکومت پريکړه وستایله.

د عکس سرچینه، Getty Images
بلخوا په مرکزي ښار پېښور کې د پاک ـ ترک ښوونځیو زدکوونکو، د دوی ميندو او پلرونو او پاکستاني ښوونکو د ترک کارمنانو د کار ستاينه کړې او له هيواد نه د دوی ويستل یې د تعليم لپاره يو لوی تاوان بللی دی.
د پېښور په پاک ـ ترک ښوونځیو کې له ترک کارکونکو سره د مخه ښې دستوره جوړه شوې وه. دې مراسمو ته په وينا کې د ترکيې ښوونکو ويل چې دوی له پاکستان نه په تللو ډير خواشيني دي.
د پاک ـ ترک ښوونځي مشرې ميرمن عشرت د ترک ښوونکو د کار ستاينه وکړه او ویې ويل چې د دوی له تللو سره به پوهنیز بهیر ته ستر زيان ورسېږې.
نوموړې زياته کړه، د پاکستان حکومت په دې پريکړې سره ټول پاکستان ملت له شرم سره مخامخ کړی دی.
هغې وويل، چې دوی به زدکوونکو ته ترک ژبه هم ښودله چې د ترک ښوونکو له تللو سره به اوس دغه بهير درېږي.
د پاک ـ ترک ښوونځي يو زدکوونکي دايم وويل، مور او پلار یې زدکړو ته ډيره اندېښمن دي او فکر کوي چې زدکړې به یې بدې اغېزمنې شي.
هغه زياتوي، ازموينې بېخي نږدې دي او د ښوونکو له تللو سره به د دوی د زدکړو بهير هم اغېزمن شي.

په ترکيه کې د جولای مياشتې له ناکامې کودتا وروسته ترک حکومت په پاکستان کې د دغه هېواد د ښوونکو د وېستلو لپاره فشار زيات کړی دی.
د ترکېې حکومت تور لګوي چې په پاکستان پاک ـ ترک ښوونیزې ادارې د فتح الله ګولن فکر خپروي، خو د پېښور پاک ـ ترک ښوونځیو زدکوونکي وايي، چې په ترکېه کې له ناکام پوځي بغاوت وروسته یې په لومړي ځل د فتح الله ګولن نوم واورېد.








