''د پېښور هندوان خپل مړي خاورو ته سپاري''

د عکس سرچینه، .
- Author, رفعت الله اورکزی
- دنده, بي بي سي پېښور
د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور او د ایالت په ځینو نورو سیمو کې مېشت هندوان وايي، د شمشان ګهاټ یا اور ته د مړي سپارلو اسانتیاوو نشتوالي له کبله خپل مړي خاورو ته سپاري.
خیبر پښتونخوا ایالت کې نژدې پنځوس زره هندوان ژوند کوي، چې ډېری یې مرکزي ښار پېښور او یو شمېر نور یې په قبایلي سیمو کې مېشت دي.
پاکستان کې د هندوانو حقونو اتحادیې مشر ارون سرب دیال وايي، دوی د خپل مذهبي دود دستور له مخې مړي اور ته سپاري او ایره یې په سیند کې لاهو کوي، خو وايي دلته شمشان ګهاټ نه شته چې له کبله یې دوی د خپلو مړو خښولو ته اړ شوي دی.
د پاکستان د قانون له مخې حکومت باید مذهبي لږکیو ته د دوی له دود سره سم د وروستیو مراسمو زمینه برابره کړي، خو د ښاغلي سرب دیال په وینا نه یوازې پېښور کې بلکې د ایالت په نورو سیمو کې هم هندوان او سکهان او عیسیویان له دغو اسانتیاوو تر ډېره حده بې برخې دي، چې وايي له کبله یې هندوان د مړو خښولو ته اړ شوي دی.
سرب دیال وايي، په اټک سیمه کې ورته یو شمشان ګهاټ رغول شوی، خو وايي ډېری پېښور مېشتې هندوان او سکهان خورا بیوزله دي او نه شي کولای تر هغه ځایه د مړي لېږدولو لګښت وکړي.
نوموړی زیاتوي مخکې به د پېښور هندوانو خپل مړي په باړه سیمه کې یوه رغول شوي شمشان ګهاټ ته لېږدول، خو په خبره یې اوس د هغې سیمې امنیت ښه نه دی او د هغه شمشان ګهاټ دروازې د دوی پر مخ تړل شوې دي.

د عکس سرچینه، .
نوموړی ادعا کوي، چې د پاکستان په نژدې هر ښار کې د لږکیو د مذهبي مراسمو لپاره مرکزونه رغول شوي وو، چې وايي یا حکومت او یا د ځمکې غاصبینو پرې ولکه ټینګه کړه.
نوموړی وايي، پاکستان کې لږکۍ د دغه هېواد د رامنځته کېدو له مهاله تر اوسه د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي. پاکستان کې له عیسیویانو وروسته هندوان لویه لږکۍ تشکیلوي، چې ډېری په سند او پنجاب کې مېشت دي، خو د خیبر پښتونخوا پېښور، کوهاټ، بونیر، هنګو، نوښار، سوات، بنو او دیره اسماعیل خان سیمو کې هم یو شمېر هندوان ژوند کوي.








