کندوز کې د اهل سک یو قومي مشر وژل شوی

.

د عکس سرچینه، AFP

نا معلومو وسله والو نن سهار نهه بجې په کندوز ښار کې د اهل سک یو قومي مشر لالا دلسوز وژلی دی.

د کندوز د والي ویاند محمود دانش بي بي سي ته وویل، پولیسو پلټنې پيل کړي چې د دغه کس وژونکي ونیسي:

''لالا دلسوز چې په تذکره کې یې نوم نرمونګ سینګ دی په کندز کې د یوناني طبیبانو له ډلې و، په کندز کې د اهل سک د کورنیو مشري هم ورله غاړې وه.''

تراوسه کومې وسله والې مخالفې ډلې د لالا دلسوز د وژنې مسؤولیت نه دی اخیستی.

ښاغلی دانش زیاتوي، ښاغلی دلسوز (نرمونګ سینګ) کندوز ښار کې یو یوناني طبیب و، چې له څو کلونو راهیسې یې کندوز ښار کې یوناني طبابت کاوه.

دی وايي، نوموړی د پنجشنبې په ګهیځ د حاجي ګلستان حمام کوڅه کې ناپېژاندو په ډزو ټپي کړ، چې روغتون ته له لېږدول کېدا وروسته یې ساه ورکړه.

سرچینه وايي، لالا دلسوز کندوز کې د پاتې اهل سک کورنیو مشر و.

د کندوز د والي ویاند وايي، د کندوز والي اسدلله عمرخېل د کندوز حوزوي روغتون ته د لالا دلسوز له کورنۍ سره د غمشریکۍ لپاره ورغلی و.

ښاغلی دانش وايي، لالا دلسوز شاوخوا پنځه کاله وړاندې هم د ځینو ناپېژاندو کسانو په ډزو ټپي شوی و، خو برید کوونکي هغه مهال ونه پېژندل شول.