افغان سکان ولې بریتانیې ته تېښته غواړي؟

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, مېلاني ابټ
- دنده, لندن
د اګست میاشت کې د بریتانیې د تیلبري په بندر کې په یوه کانتینر کې ۳۵ افغان سکان وموندل شول، یو یې مړ و.
خو دغه افغان سکان ولې غواړي بریتانیې ته راشي؟
د لندن د ساوتهال سیمې په یوه عبادتځای کې یوه ډله افغان سکان ارمونیو او ډولونو ته غوږ دي. د عبادتځای دننه ډېری خلک یو مهال له افغانستانه تښتېدلې دي. افغانستان کې د وګړو اکثریت مسلمانان دي خو یوه کوچنۍ ډله سک لږه کي هم لري چې دغه هېواد کې د ځورونو له کبله یې شمېر ورځ تر بلې په کمېدو دی.
د بریتانیې د تیلبري په بندر کې درې اوونۍ مخکې د ۳۵ افغان سکانو د موندل کېدو له پېښې وړاندې د دوی په اړه خلکو ډېر مالومات نه درلودل. د بېړۍ پر سر په کانتینر کې ژوندي پاتې کسانو بریتانیا کې پناه غوښتې چې له خپلو هغو خپلوانو او دوستانو سره یوځای شي چې لا له وړاندې دلته مېشت دي. د لندن په ساوتهال کې د سکانو عبادتځای دغو کسانو سره د خواړو او کالیو مرستې کوي.
د دې عبادتځای چارواکو ته، لکه مرستیال مشر هربنز سنګ هندا، د تیلبري پېښې ټکان ورکړی. نوموړی وايي:
"دا خبر مې چې واورېد نو زړه مې ډېر درد وکړ، باور مې نه راته چې دوی به خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړي. دوی افغانستان کې هم په ژوند مړه دي، دوی هلته حقونه نه لري خو بیا هم غواړي د مرګ له ګواښ سره دلته راشي".
په ساوتهال سیمه کې مېشتو افغان سکانو له اوږدو او خطره ډکو سفرونو وروسته ځانونه دلته رسولي دي. ډېری یې له افغانستانه د قاچاق له لارې دلته راغلي دي. د ساوتهال په یوه بازار کې منمیت سنګ د یوه قاچاق وړونکي پر لاس پاکستان ته د خپل سفر کیسه کوي. دا د دولس کاله مخکې کیسه ده.
نوموړی وايي: "پاکستان کې یو کس ما ته وویل بریتانیا ډېر خوندي ځای دی او ښه خلک لري. زه په څلورو الوتکو کې له الوتنې وروسته د لندن هیترو هوايي ډګر ته ورسېدم. د هوايي ډګر چارواکي ډېر مهربانه وو. دوی ما ته وویل چې اندېښنه مه کوه".
له دین نه د اووښتو فشار
اوس ښاغلی سنګ په لندن کې ښه کاروبار لري. خو له افغانستانه د تېښتې پر مهال یې هلته هم خپل یو ښه دوکان د ټولو سامان سره پرېښود.
داسې اټکل کېږي چې افغانستان کې د سکانو شمېر دیرش کاله مخکې له سل زره څخه اوس پنځه زرو ته را ټیټ شوی دی. نو د دوی د کډوالۍ لامل څه دی؟

د عکس سرچینه، BBC World Service
افغانستان کې د ۱۹۹۲ کال کورنیو جګړو او وروسته بیا د طالبانو د رژیم پر مهال د سکانو ډېر حقونه او مدني ازادۍ تر پښو لاندې شول.
دوی د دیني عقیدې له مخې خپل مړي سوځوي خو دغه کار ته یې په بد نظر کتل کېږي. د اسلامي قوانینو له نظره د مړیو سوځول منع دي. د سکانو د مړو سوځولو ځای د کابل له ښاره څو میله لرې ټاکل شوی دی. پر دوی فشار دی چې اسلام ته وګرځي.
ښاغلي سنګ وویل: "خلک ځورول او وهل ټکول کېږي او ځینې وخت له موږ پیسې هم غواړي. د روژې پر مهال چې کله موږ پخلی کوو نو دوی زموږ خواړه تویوي او وهي مو هم. دوی موږ ته وايي چې ولې روژه نه نیسئ؟ ولې مسلمان کېږئ نه؟"
طالبانو له سکانو غوښتي وو چې ژېړ لاسبندونه په لاس کړي. سکان وايي طالبانو د دوی خلک له مهمو دندو ګوښه کړې وو او له ماشومانو سره یې په ښوونځیو کې تبعیضي چلند کېده.
د افغان سکانو لپاره د یوې مرستندویه ادارې چلونکی بهجن سنګ کپور وايي: "په تېرو دیرشو کلونو کې د افغان هندوانو او سکانو پوره یو نسل نا لوستی پاتې شوی. په حکومتي تعلیمي ادارو کې دوی د ځورونو له کبله زده کړه نه شي کولی. له جګړې مخکې موږ ډاکټران، انجنیران او وکیلان درلودل چې افغان ښوونځیو کې یې زده کړې ترسره کړې وې."
درې ګونې شمېرې
په بریتانیا کې د میشتو افغان سکانو شمېر کره نه دی ځکه نو بي بي سي د ملي احصایې له ادارې دغه شمېرې وغوښتې.
شمېرې ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې، د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ، د افغان سکانو شمېر درې برابره شوی او ۷ زره ته رسېدلی. خو په دې شمېرو کې په بریتانیا کې نا قانوني ډول اوسېدونکي شامل نه دي. د لندن ساوتهال د عبادتځای مرستیال مشر په دې اند دی چې حقیقي شمېرې تر دې ډېرې لوړې دي.
نو هغوی چې په تیلبري کې وموندل شول، څه به ورسره کېږي؟ دوی اوس دلته پناه غوښتلې ده. د کورنیو چارو وزرات په دې اړه خپل نظر څرګند نه کړ خو بي بي سي موندلې چې د بریتانیې د کډوالۍ په قانون کې بدلون راغلی دی.
په ۲۰۱۲ کال کې ویل شوي وو چې سکان په افغانستان کې له پراځ تبعیض سره مخامخ نه دي او که ستونزې لري نو باید کابل ته ولاړ شي ځکه انګېرل کېده چې پلازمېنه کابل کې د سکانو شمېر ډېر دی او هلته به یې ستونزې کمې وي. خو په دې اړه وروستی راپور وايي چې سکان په کابل کې هم له پراخ تبیعض سره مخامخ دي او هلته د سکانو ټولنه دومره ستره نه ده چې دوی په کې خوندي شي.
د تیلبري کډوال اوس په دوامداره ډول د ځايي چارواکو سره خبرې کوي او داسې نه ښکاري چې ګنې ځواب به ژر تر لاسه کړي. خو ښايي نور افغان سکان به هم له هرې شونې لارې هڅه وکړي چې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.
بهجن سنګ کپور چې مرستندویه اداره یې د پناه غوښتونکو ملاتړ کوي، وايي:
"زه فکر کوم په راتلونکې کې به لا ډېر سکان هڅه وکړي چې ځانونه خوندي هېوادونو ته ورسوي. زما په اند د دغه ډول خلکو لپاره به بریتانیا لومړی غوراوی وي".








