ستاسې نظر: د افغان ټاکنو پايلې او د خلکو مسوليت

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو له تېرېدو وروسته په انتخاباتو کې د خلکو گډون په نړيواله کچه ستايل شوى دى.
اوس چې د رايوشمېرلو بهير روان دى نه يوازې د دواړو کانديدانو د ټيمونو بلکې د عامو افغانانو لپاره هم د پايلو منل او ديو بل پر وړاندې د زغم ښودل يو لوى مسوليت دى.
د نړۍ د نورو هېوادو په څېر طبيعي ده چې د افغانستان ټاکنې به هم يو گټونکى او يو بايلونکى لري.
په ميلونونو کسانو د افغانستان په خوندي او هغو سيمو کې چې امنيت په کې يوه لويه ننگونه ده، برخه واخيستله چې د دې ښودنه کوي چې خلک د سياسي هدفونو لپاره د رايې کارونه تر ټولو ښه وسيله گڼي.
دا سې شنبه ستاسې نظر خپرونې کې پر همدې غږيږو چې عادي افغانان بايد د ټاکنو پايلو ته په څه ډول غبرگون ښکاره کړي او په دې ډول د ټاکنو سالمه سيالي د خپل هېواد ښې راتلونکې لپاره وکاروي نه دا چې په احساساتي څرگندونو افغانستان يوه بل کړکيچ سره مخامخ کړي.
د خپلو نظرونو لپاره د س شنبې ماښامنۍ خپرونې پرمهال پر دې شمېرې زنګ وهلی شئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹
دغه راز پر فېسبوک هم خپل پيغامونه پرېښودى شئ.
د پروګرام وړاندې کوونکى عنايت الحق ياسيني دی.








