ستاسې نظر: د ټاکنو په ورځ مو څه تجربې درلودې؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, وړاندې کوونکی
- دنده, محمود کوچی - کابل
د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو پای ته رسېدلی او د رایو شمېرنې لړۍ روانه ده.
چارواکي وايي په دغو ټاکنو کې د خلکو ونډې کچه لوړه وه او په ټول کې په ښه توګه ترسره شوې.
خو دغو ټاکنو کې د ناامنیو او درغلیو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.
داسې هم ویل کېدل، چې ګواکې ځینو سیمو کې چارواکو او د امنیتي ځواکونو اړوند کسانو په ټاکنیزو چارو کې د لاسوهونو هڅې کولې.
ستاسې نظر په پروګرام کې په دې اړه ستاسې د خپلو تجربو په اړه خبرې کوو، چې تاسې د ټاکنو بهیر په اړه څه تجربې درلودې.
که غواړئ په دې اړه خپل نظر او یا هم تجربې راسره شریکې کړئ نو نن ( جون ۱۶ مه ) د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې راته په دې شمېره زنګ ووهئ:
۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰
دارنګه د بي بي سي پر پښتو فیسبوکپاڼه خپل نظر او یا خپله شمېره هم راته پرېښودی شئ.








