ټاکنو کې د حکومتي چارواکو ممکنه لاسوهنو مخنيوي لارې چارې؟

د عکس سرچینه، Reuters l AFP l Getty
- Author, متین سمسور
- دنده, لندن
افغان ولسمشرحامد کرزي د دووجلافرمانونو په صادرولو سره له حکومتي چارواکو او د وسله وال پوځ له مسوولانو غوښتي دي،چې دويم پړاو ټاکنو کې دې لاسوهنه نه کوي.
د ولسمشر دا فرمانونه وروسته له هغه راځي،چې د ولسمشرۍ ټاکنو يوه مخکښ نوماند په لومړي پړاو ټاکنو کې د ځينو حکومتي او سيمه ييزو چارواکو او د پوځ د ځينو قوماندانانو د لاسوهنو په اړه شکايت وکړ ،او د هغوى دندو د ځنډولو او څارنوالي ته يې د معرفي کولوغوښتنه وکړه.
د ټاکنو کمېسيون هم گواښ وکړ،چې که حکومت د هغو چارواکو پرضد، چې لومړي پړاو کې په درغليو کې ښکيل و گام اوچت نه کړي ، نو په رسنيو کې به يې نومونه په ډاگه کړي.
په همدې پلمه د ستاسي غږ د دې اونۍ په پروگرام کې غواړو له تاسو واورو،چې څومره ممکنه ده، چې د حکومتي او سيمه ييزو چارواکو له لوري دويم پړاو ټاکنو کې د نه لاسوهنې په اړه د ولسمشر کرزي دا لارښوونې پلي شي؟
نو په دې اړه د خپل نظرد څرگندولو لپاره د پنجنشبې په ماښام خپرونې ته مخامخ په دې شمېرې زنگ ووهئ
٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩
د لنډ تيلیفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ.
۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸
تاسو دارنگه کولى شي ،چې په دې اړ ه په بي بي سي پښتو فېسبوک کې هم خپلې نظريې پرېږدئ.








