خپل راتلونکی ولسمشر پر کوم معیار غوره کوئ؟

د عکس سرچینه،
- Author, وړاندې کوونکی: اسمعیل سعادت
- دنده, لندن
ټاکل شوې راروانه شنبه افغانان بیا د رایو صندقونوته ورشي او خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.
رایه ورکوونکي دا ځل یوازې دوه انتخابه لري، یو یې د مالیې پخوانی وزیر او د نړیوال بانک پخوانی کارکوونکی اشرف غني احمدزی او بل یې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبدالله عبدالله دی.
دوی دواړه وايي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه یې لیدلوری، تګلارې، کاري سابقه او وړتیاوې له یو بل سره توپیر لري.
نو د غبرګولي پر ۲۴ نېټه کله چې تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړي یا نور دوستان ورځي او له دغو دوو څخه یوه ته رایه ورکوي، کوم معیارونه به په پام کې نیسئ؟
څه غواړئ چې په خپلې رایې څه شی بدل کړئ؟
نظر مو راسره د ټېلیفون، برېښنالیک او <link type="page"><caption> فېسبوک</caption><url href="https://www.facebook.com/bbcpashto1981" platform="highweb"/></link> له لارې شریک کړئ.
برېښنالیک: [email protected]
د سه شنبې په ماښام د خپرونې د نشر پر وخت مو د ټېلیفون شمېره ده: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹








