د کورونا وېروس بندون پرمهال د چای پر پاکټ د یوې هنرمنې رسمونه

جان هېت خپل لومړني درې رسمونه د چایو پر کارېدلو پاکټونو رسم کړل

د عکس سرچینه، JAN HEATH

د عکس تشریح، جان هېت خپل لومړني درې رسمونه د چایو پر کارېدلو پاکټونو رسم کړل

کله چې هنرمنې جان هېت د کورونا وېروس له کبله د بندون په شپو او ورځو کې د خپلو رسمونو لپاره نور توکي ونه موندل، د چایو پر پاکټونو یې بېلابېل رسمونه پیل کړل.

اغلې هېت چې د برتانیا نورفولک په یارموت کې متقاعده ښوونکې ده، د چایو پر کارېدلو کوچنیو پاکټونو رسمونه وباسي.

دا وايي: "په پیل کې مې د کوویډ۱۹ د بندون پرمهال ډېر رسمونه ایستل، ټول به مې په کور کې ساتل چې نورو ته به ځای پیدا شو".

پر انټرنېټ د هنر پلټلو پرمهال اغلې هېت یوه امریکایۍ هنرمنه ومونده چې همداسې کار یې کاوه، هغې هم د جنورۍ په لومړیو کې د چایو پر کارېدلو پاکټونو رسمونه ایستل.

جان هېت د چایو پر پاکټونو د چایو د ترکیباتو رسمونه هم وباسي

د عکس سرچینه، JAN HEATH

د عکس تشریح، جان هېت د چایو پر پاکټونو د چایو د ترکیباتو رسمونه هم وباسي
.

د عکس سرچینه، JAN HEATH

د عکس تشریح، هېت پر یوه پاکټ د شاعر ویلیم وردزورت (پتنګ ته) په نامه قصیده هم لیکلې او پر سر یې د پتنګ انځور ایستلی دی
هغې د جامو مینځلو ورځ هم انځور کړې او د پیشوګانو انځورونه یې رسم کړي

د عکس سرچینه، JAN HEATH

د عکس تشریح، هغې د جامو مینځلو ورځ هم انځور کړې او د پیشوګانو انځورونه یې رسم کړي

هغې لسګونه دا ډول کوچني هنرونه رسم کړي. دا وايي: "تر خپله وسه هڅه کوم هغه رنګونه وکاروم چې له یو بل سره اړخ لګوي."

دا زیاتويک "لکه د زنجبیلو چایو پر پاکټ مې د درېیو پیشوګانو عکس ایستلی، چې رنګ یې سوربخن دی."

اغې هېت له خپلې یوې رسم کړې لوحې سره چې زنجبیل یې پرې کښلی

د عکس سرچینه، JAN HEATH

د عکس تشریح، اغې هېت له خپلې یوې رسم کړې لوحې سره چې زنجبیل یې پرې کښلی
هېت وايي، د وخت دا رسم یې هغه مهال جوړ کړ، چې پر خلکو د بندون پرمهال وخت نه تېرېده

د عکس سرچینه، JAN HEATH

د عکس تشریح، هېت وايي، د وخت دا رسم یې هغه مهال جوړ کړ، چې پر خلکو د بندون پرمهال وخت نه تېرېده
په دې انځور کې د یورکشیر ډ،له چایو پر پاکټ غواګانې رسم شوې دي

د عکس سرچینه، JAN HEATH

د عکس تشریح، په دې انځور کې د یورکشیر ډ،له چایو پر پاکټ غواګانې رسم شوې دي
.

د عکس سرچینه، JAN HEATH

هېت وايي مخکې به یې ډېر زیاتې چایې څښلې، له خپلو ملګرو او کورنۍ به یې هم غوښتل د چایو هغه پاکټ ورواستوي چې دا یې نه لري.

دا وايي: "نه پوهېږم دا رسمونه به به څومره وخت پاتې شي، خو په اکریلیک رنګونو د رسم شویو لوحو په څېر باید دوام وکړي"