د وان ګوخ د ځانوژنې وسله په لیلام کې وپلورل شوه

د عکس سرچینه، Reuters
احتمالاً د یوه هالنډي هنرمند وان ګوخ د ځانوژنې وسله په یوه لیلام کې تر اټکل درې برابره په لوړه بیه ۱۶۲ زره یورو (۱۸۲ زره امریکايي ډالرو) پلورل شوې ده.
دغه وسله په ۱۹۶۵ کال کې یوه بزګر هغه ځای ته څېرمه موندلې وه چې ښاغلي ګوګ پکې د ژوند وروستۍ ورځې تېرې کړې وې.
ښاغلي ګوګ چې بې وزله و او رواني ستونزې یې لرلې، ځان یې پر ټټر پر مرمۍ ویشتلی و خو د مرمۍ د کم زور له امله هغه څو ورځې ټپي و او بیا مړ شو.
دا زنګ شوې تومانچه یوه کس د ټیلېفون له لارې اخیستې ده.
اوس ددغې وسلې د اصلیت په اړه هم شکونه راپیدا شوي.
د ۱۸۹۰ کال جولای پر ۲۷مه، دغه هالنډي هنرمند د پاریس شمال کې څو میله لیرې اورز- سور اوز کلي ته ولاړ او همالته یې پر خپله سینه ډز وکړ.
څه باندې اوه لسیزې وروسته، دا زنګ وهلې وسله په هغه کرونده کې وموندل شوه، چې وان ګوخ پکې اوسېده.
خو داسې شک هم پیدا شوی، ایا هغه وسله چې په غالب ګومان وان ګوخ ځان پرې وژلی و، په امسټردام کې ساتل کېده او که هغه کومه بله تومانچه وه.
د وان ګوخ په نامه مؤسسه د هغه ځای څارنه کوي، چې وان ګوخ د خپل ژوند وروستۍ ورځې هلته تېرې کړې دي او د دغې وسلې په لیلامېدو یې هم نیوکه کړې ده.
دغې مؤسسې ویلي: "هېڅ داسې څه نه شته چې وښيي دا وسله رسماً د وان ګوخ له مړینې سره تړاو لري".
د دغې تومانچې لیلاموونکو ویلي، هېڅ داسې لار نه شته چې ډاډ ورکړي دا وسله هماغه ده چې وان ګوخ ځان پرې وژلی و، خو قدامت یې له هماغه وخت سره تړاو لرلی شي.
دوی دا هم ویلي چې "د دغې وسلې په اړه ترسره شوې مسلکي ازموینې ښيي چې دا وسله په ۱۸۹۰ کلونو کې کارېدلې ده".
"دا ټول هغه تیوري پیاوړې کوي چې وايي، دا وسله هماغه ده چې وان ګوخ د ځان په وژلو کې ګټه ترې اخیستې ده".









