د پيکاسو هنري لوحه په ۴۰ میلیون ډالر وپلورل شوه

د عکس سرچینه، BBC World Service
د فرانسوي مشهور رسام بابلو پیکاسو مشهوره هنري لوحه "La Lecture" د لندن په سازبي لیلام کې د تېرې سه شنبې په ورځ په ۴۰ میلیون ډالر وپلورل شوه .
دغه ښکلې هنري لوحه یوه داسې مشتري اخیستې، چې تر اوسه یې هویت لا نه دی په ډاګه شوی .
د "La Lecture په دغه رسامۍ کې د پیکاسو ۱۷ کلنه معشوقه تیریس والټر انځور شوې ده، چې پیکاسو په ۱۹۲۷ کال هغه داسې مهال په پاریس کې وپېژندله چې د ۴۵ کلونو وه .
که څه هم پیکاسو واده شوی و ، خو د دواړو ترمنځ د مینې اړیکه د څو کلونو لپاره په زړونو کې پاتې شوه .
ماري تيريز وویل دغه رسام یې مخکې نه پېژانده، خو د پاریس د اورګاډي په یوه تمځي کې کله چې هغه دې ته ورنژدې شو او ورته وویل چې "زه پیکاسو یم .... زه او ته ډېر لوی لوی کارونه کولی شو."
د "La Lecture" تر لوحې راڅرګندېدا مخکې، والټر د پیکاسو په انځورګرۍ کې نه ښکارېده .
د پیکاسو ښځه اولګا خوخلوفا په دې نه وه خبره چې ګني د مېړه په ژوند کې یې يوه بله ښځه هم ورګډه شوې ده ، خو د دغې لوحې تر راڅرګندېدا هغه پوی شوه، همدا وو چې له خپل میړه جلا شوه .
له پیکاسو د والټر یوه لور (مایا) وزیږېده، چې تر هغه وروسته والټر د پیکاسو د زیاتره هنري لوحو د الهام سبب شوه ، چې مشهورې یې لاریو La Reve، "لوڅه Nude "، شنې پاڼې '' Green Leaves ''، او Bust وې، چې په ۱۹۳۲ کال کې یې رسم کړې وې .
د ۱۹۸۹ کال په لیلام کې هم "La Lecture" لوحه په ۵.۸ میلیون امریکايي ډالرو لیلام ته وړاندې شوې وه، او په ۱۹۹۶ بیا د نیویارک په 'کریسټي هاوس' کې هم لیلام ته وړاندې شوه .
پیکاسو د دغې لوحې رسامي د ۱۹۳۱ کال په دسمبر کې پیل کړه او د ۱۹۳۲ کال په جنورۍ کې یې پای ته ورسوله .








