د کورونا وېروس بندون پرمهال د چای پر پاکټ د یوې هنرمنې رسمونه

کله چې هنرمنې جان هېت د کورونا وېروس له کبله د بندون په شپو او ورځو کې د خپلو رسمونو لپاره نور توکي ونه موندل، د چایو پر پاکټونو یې بېلابېل رسمونه پیل کړل.

اغلې هېت چې د برتانیا نورفولک په یارموت کې متقاعده ښوونکې ده، د چایو پر کارېدلو کوچنیو پاکټونو رسمونه وباسي.

دا وايي: "په پیل کې مې د کوویډ۱۹ د بندون پرمهال ډېر رسمونه ایستل، ټول به مې په کور کې ساتل چې نورو ته به ځای پیدا شو".

پر انټرنېټ د هنر پلټلو پرمهال اغلې هېت یوه امریکایۍ هنرمنه ومونده چې همداسې کار یې کاوه، هغې هم د جنورۍ په لومړیو کې د چایو پر کارېدلو پاکټونو رسمونه ایستل.

هغې لسګونه دا ډول کوچني هنرونه رسم کړي. دا وايي: "تر خپله وسه هڅه کوم هغه رنګونه وکاروم چې له یو بل سره اړخ لګوي."

دا زیاتويک "لکه د زنجبیلو چایو پر پاکټ مې د درېیو پیشوګانو عکس ایستلی، چې رنګ یې سوربخن دی."

هېت وايي مخکې به یې ډېر زیاتې چایې څښلې، له خپلو ملګرو او کورنۍ به یې هم غوښتل د چایو هغه پاکټ ورواستوي چې دا یې نه لري.

دا وايي: "نه پوهېږم دا رسمونه به به څومره وخت پاتې شي، خو په اکریلیک رنګونو د رسم شویو لوحو په څېر باید دوام وکړي"