تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د شپیګل اونیزې پر پوښتۍ نیوکه: ټرمپ د ازادۍ مجسمې سر غوڅوي
د جرمني پر مشهورې اونیزې "دیر شپیګل" له دې کبله توندې نیوکې شوې، چې د مجلې پر لومړۍ پوښتۍ یې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو انځور رسم کړی چې د ازادۍ د مجسمې سر یې غوڅ کړی او له پورته نیولې چړې یې وینې څاڅي.
د ټرمپ بل لاس کې د ازادۍ د مجسمې غوڅ کړی سر ښکاري او ترڅنګ یې "لومړی امریکا" شعار لیکل شوی دی.
ګڼو ورځپاڼو پر شپیګل نیوکې کړې. د اروپايي پارلمان مرستیال مشر الکسندر ګراف لامبسډوروف دغه رسم شوی انځور "بې ذوقه" یا "بې مزې" بللی.
دی وايي، دغه رسم "د د ټرمپ په پرتله دیر شپیګل د خبریالانو په اړه ډېر معلومات راکوي".
خو کارتونیست ایدل رودریګیز ویلي، له رسم یې هدف د "ډیموکراسۍ پر غاړې د چړې راتېرول" دي.
په وروستیو کې کله چې ټرمپ ولسمشرۍ ته ورسېد، د امریکا او جرمني ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي. ټرمپ د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل پر تګلارو نیوکه وکړه.
ټرمپ وویل، که میرکل څه باندې یو میلیون کډوال - چې ډېری یې د منځني ختیځ دی، ومني، دا به یې "ناوریني تېروتنه" وي.
د کډوالۍ چارو کې د ټرمپ مرستیال وروستیو کې د جرمني پر حکومت نیوکه وکړه.
د "دیر شپیګل" اونیزې پر پوښتۍ دا کارتون په تېره ډسمبر میاشت کې نیویارک کې د "ډېلي نیوز" پر ورځپاڼې کښل شوي رسم ته ورته دی. هغه پخوانی کارتون ډېر توند نه و.
رودریګیز - چې په ۱۹۸۰ کال له کیوبا نه امریکا ته د کډوال په توګه تللی - واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په خبرو کې ویلي: "غوښتل مې ټرمپ له "اسلامي دولت" (داعش) ډلې سره پرتله کړم ؛ ځکه چې دواړوه سخت دریځي دي."
د "دیر شپیګل" اونیزې اېډېټر کلاوس برینکبومر د اونیزې په مقاله کې ویلي، ټرمپ غوښتل چې "له ازادۍ پرته ډیموکراسۍ رامنځ ته کړي".
سپینې ماڼۍ پر ځینو رسنیو تور لګولی، چې ګني "د امریکا د ولسمشر او نوې ادارې د سپکولو په موخه یې نامسؤولانه خبرې او رپوټونه خپاره کړي".