د شاه رخ خان د لور جنجالي انځور

ر

د عکس سرچینه، Conde Nast

د فېشن مجلې ووګ د هند چاپ پر پښتۍ د بالیووډ ستوري شاه رخ خان د ۱۸ کلنې لور انځور خپور شوی.

هند کې پر دغه انځور ډېرې نیوکې کېږي.

خواله رسنیو کې ځینې کسان وايي، سوهانه خان د دې وړ نه ده، دلته په رسېدلو سره به هم څه ترلاسه نه کړي.

د فېشن نړۍ د منلې مجلې ووګ پر پښتۍ تر ډېره د داسې ماډلو، هنرمنو او سندرغاړو انځورونه خپرېږي چې خپل هنر کې لوړو څوکو ته رسېدلې وي.

سوهانه خان له مجلې سره خبرو کې ځان د زدکوونکې، د تیاتر مینواله او راتلونکې ستورې پېژني.

د بالیووډ پاچا

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له مارچ میاشتي داسي گنگوسې دي چې سوهانه فلمي نړۍ ته راځي.

د دې پلار ته د بالیووډ پاچا ویل کېږي او ځینې خلک دا نیوکه هم کوي چې د خپلپالنې له امله سوهانه خان د مجلې پر پښتۍ راغلې ده.

د سوهانه علي خان د فېشن شوټ انځور هم د ووګ د فېشن لارښودې انیتا شیروف کړی چې د شاه رخ خان ډېره پخوانۍ ملګرې ده.

دا په خپل ډول کې د سوهانه لومړنی انځور او مرکه ده.

مجلې په انستاګرام کې د پېژندنې پر مهال نوموړې نوې نجلۍ بللې او له ۳۶ زرو ډېرو کسانو دا تبصره خوښه کړې ده.

په خپه ټوېټ کوونکو کې هغه هنرمنې هم دي چې وايي، په دې برخه کې د نوم جوړولو لپاره هڅې کوي.

شاه رخ خان څه وايي؟

دې Instagram پوسټ نه تېرشئ
ایا له Instagram نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ Instagram پای

سوهانه د خپلې مرکې په هکله منفي نظر ور کوونکو ته ځواب کې وايي:

"زه خپل ځان ته وایم چې له نفرتیانو باید نفرت وشي، خو په ایماندارۍ نه شم ویلی چې له دوی خپه شوې نه یم".

هغه زیاتوي دا دردوونکې ده چې ځان ته وایم، نور خلک ډېرې ستونزې لري.

د سوهانه پلار د ووګ د ښکلا ایوارډونو کې دا پښتۍ نندارې ته وړاندې کړه.

د وینا پر مهال یې وویل، هیله من دی چې د استحقاق(برخې) په ډول ورته کتل شوي نه وي.

"زما لپاره هرڅه سم دي، خو ماشومان ماشومان دي او بدلېدونکې نړۍ کې کله کله ته ملګرو ته اړتیا لرې چې دوی ته لږ ځان ارامي او لږ ځان باوري ور کړي. ځکه زه له ووګ مننه کوم چې زما لور یې غوره کړه او په پښتۍ یې انځور خپور کړ".

شاه رخ خان هیله وښوده چې لور ته یې په پښتۍ انځور خپرول له دې امله ونه بلل شي چې د نوموړي لور ده.

نوموړی زیاتوي، غواړي خپل بچیان په هغه لار روان وویني چې خپلو موخو ته پرې ورسېږي.

د سوهانه ځواب

ر

د عکس سرچینه، @iamsrk

سوهانه په مرکه کې وايي، چې له هنرمنې جوړېدلو مخکې پوهنتون ته تلل او زدکړې بشپړول غواړي.

هغه زیاتوي چې له ډېر غور او فکر وروسته یې پر پښتۍ د راتلو وړاندیز ومانه.

خواله رسنیو کې که ځینې خلکو پر ووګ مجله او سوهانه نیوکه کړې، خو داسې کسان هم شته چې ملاتړ یې کوي.

د انځور اخیستونکي هم وايي، چې سوهانه ښه راتلونکی لري.