شاه رخ خان د امیتابچن کومې سپارښتنې مني؟

شاہ رخ خان

د عکس سرچینه، AIB FACEOOK

د عکس تشریح، اې ای بي سره په مرکه کې شاه رخ خان د خپل ژوند او هنر اړوند هیښوونکې خبرې کړې دي.

د بالیووډ د هنرمند شاه رخ خان د سږني کال لومړنی فېلم 'رییس' په یوه اونۍ کې د سلو کروړو یا زرو میلیونو روپیو کاروبار کړی دی.

اې ای بي سره په مرکه کې شاه رخ خان د خپل ژوند او هنر اړوند هیښوونکې خبرې کړې دي.

هغه ویلي: 'یوه ځل مې له امیتا بچن سره د سټېج په اړه خبرې کولې، ما ترې وپوښتل چې دریځ ته له تللو مخکې اول څه خیال یا څه کول پکار دي؟ نو امیتاب وویل، دریځ ته له تللو مخکې اول د پتلون ځنځیر کتل پکار دي، د ژوندۍ نندارې په هکله دا زما لپاره تر ټولو لویه سپارښتنه وه'.

شاه رخ خان وویل، امیتاب دا هم ورته ویلي، چې که څه وشول، نو بښنه وغواړه.

ماہرہ شاہ رخ

د عکس سرچینه، SPICE PR

د عکس تشریح، شاه رخ خان وویل، امیتاب دا هم ورته ویلي، چې که څه وشول، نو بښنه وغواړه.

هغه دا هم په ډاګه کړه چې امیتا بچن راته وویل، 'چې ته اوس یو لوی هنرمند یې، که څه تېروتنه وشوه، نو بښنه وغواړه، ان که تېروتنه ستا هم نه وي، هسې نه خلک ووايي، چې مغرور شوی دی'.

د ځینې فېلمونو د نه کامیابېدلو له امله شاه رخ خان له سختو نیوکو سره مخ کېږی، د داسې ځینې نیوکه کوونکو خبرې ورته عجیبه ښکاري.

هغه وویل ' زه په دې پوهېږم چې زه په خپل کار سره هرڅوک خوشالولی نه شم، خو کله کله ځینې خلک په ما پسې عجیبه خبرې کوي، لکه یو چا وویل، چې 'رییس' یې ولید نو 'ډان ' یې په یاد شو، نو ما وپوښت چې څنګه؟ یوه بل وویل چې 'رییس ' د 'ډر ' په څېر دی نو ما وویل: دا مور وايي'

شاہ رخ خان

د عکس سرچینه، SPICE PR

د عکس تشریح، شاه رخ خان له رییس فېلم تر اوسه سل کروړه روپۍ ترلاسه کړې دی.

شاه رخ خان ویل 'زه د هیندارې مخ ته درېږم له ځان دا پوښتم چې ایا زه د نړۍ تر ټولو بد هنرمند یم؟ ایا زه د هغه هلک په څېر یم چې په اخر کې معلومه شي، چې ملګرې یې له بل چا سره هم لار لري. ایا زه په هر فېلم کې داسې هنر کوم؟ زه نه پوهېږم، زه نه پوهېږم ، فېلمونه مشهورېږي، خو رول لوبول له پوښتنې سره مخ کېږي، داسې ښکاري چې زما د کم عقل ښودلو لپاره ټول فېلمونه مشهورېږي، او یوه ورځ به خلک ماته ووايي، چې موږ له تانه کچالو جوړوو ، ته په هنر نه پوهېږې، زه ځکه تلولی یم'

'خلک وايي زه بوډا شوی یم، نو زه څه وکړم، یا که زموږ ټول هنرمندان ځوان دي، ایا هغو ته هم ویل شوي، چې لاړ شئ، عمر زیات کړئ او راشئ. مهرباني وکړئ'

شاہ رخ خان

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، شاه رخ خان دا هم وویل، چې اوس مختلف فېلمونه جوړوي، خو تر شا یې کوم پلان نه لري.

شاه رخ خان وایي، ' پر ټوېټر زه ډېر خلک پېژنم، ځکه کله چې په سفر وتلی یم، نو په ټوېټر کې یم، کوم خلک چې پر ټوېټر ما ځوروي، هغه هم پېژنم، اوس ښايي دا یو عادت وي، چې کله مې هغوی نه ځوروي، نو ځان پوښتم چې مینوال خو مې کم شوي نه دي، که د ځورولو املا هم ناسمه وي، نو پرې غوسه کېږم'.

شاه رخ خان دا هم وویل، چې اوس مختلف فېلمونه جوړوي، خو تر شا یې کوم پلان نه لري.

هغه وویل، زه خپل انځور بدلول نه غواړم، خو خوشالېږم چې ځینې خلک وايي، ښه هنر کوي.م'.