رنبیر کپور: بالیووډ کې 'خپل او خپلوان' پالل کېږي

رنبیر کپور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رنبیر کپور له کترینا کیف سره د خپل نوي فلم "جګاجاسوس" د پېژندنې په مراسمو کې دا خبرې وکړې.

پر بالیووډ له پخوا د 'خپل او خپلوانو' د پاللو تورونه وو، خو لومړی ځل یې د یوې سترې فلمي کورنۍ غړی پر شتون اعتراف کوي.

د کپور کورنۍ ځوان هنرمن رنبیر کپور له کترینا کیف سره د خپل نوي فلم "جګاجاسوس" د پېژندنې په مراسمو کې وویل، خپل او خپلوان هر ځای پالل کېږي، خو په فلمي انډسټرۍ کې دا چاره تر بل هر ځای زیاته ده.

نوموړي زیاته کړه، زه دې مسلې ته د خپلې کورنۍ له زاویې ور ګورم. زما نیکه (پرتهوی راج کپور) ډېر زحمتونه وګالل چې له امله یې د هغه بچیانو ته هم په هنر کې د ور ښکېلېدو موقه په لاس ورغله: "زه هم سختۍ ګالم چې د اولادونو ژوند مې هوسا وي، زه یې په پوره باور وایم چې بالیووډ کې خپلوانپالي تر هر ځایه ډېره ده".

رنبیر کپور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر دې وړاندې هم یو شمېر فلمي لوبغاړو په بالیووډ کې د خپلوانپالۍ په اړه څرګندونې کړې دي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر فلمي لوبغاړو په بالیووډ کې د خپلوانپالۍ په اړه څرګندونې کړې دي.

فلمي لوبغاړې کریتی سینن وايي: "که زه ووایم چې په بالیووډ کې خپلوانپالي نه شته، نو زه به ړنده یم."

کیارا اډواني وايي: " د هر ځای په څېر بالیووډ کې هم خپلو خپلوانو ته لومړیتوب ور کول کېږي، خو له بهره نويو راتلونکو کسانو ته هم دروازې پرانیستې دي."

کریتی سینن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کریتی سینن وروستی فلم څو ورځې وړاندې بازار ته ووت.

سنیل شیټي بیا په دې اړه وايي، مور او پلار غواړي اولادونه یې ځواکمن وي.

هنرمنده شروټي حسن چې له پلار او نیکه له هنر سره ښکېله پاتې شوې، وايي، په بالیووډ کې خپلوانپالي د سکې یو اړخ دی، خو د سکې دوه اړخونه وي، یانې له بهره هم د وړ کسانو راتلو ته دروازې خلاصې دي.