د سلمان خان پر څرګندونو خواله رسنیو کې سخت غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
د بالیووډ لوبغاړي سلمان خان په وروستیو کې جګړې ضد څرګندونې کړي چې له امله یې اختلافونه را ټوکېدلي او یو شمېر کسانو پرې نیوکې کړې دي.
نوموړي د خپل نوي فیلم (ټیوب لایټ) د پېژندنګلوۍ په مراسمو کې د جګړې پر پلویانو نیوکې وکړې او ویې ویل:
"هغوی چي جګړه غواړي باید د جګړۍ لومړۍ لیکې ته واستول شي، چې پوه شي د جګړې زیانونه څه دي. "
د نوموړي پر دغو څرګندونو د ټلوېزیونونو په ګردو مېزو کې بحثونه پیل شول او نوموتو لیکوالانو یې پر څرګندونو شننې پیل کړې.
د سلمان خان نوی فیلم (ټیوب لایټ) په ۱۹۶۲ کال کې له چین سره د شوې جګړې پر بنسټ جوړ شوی دی.
خو کله چې په دې اړه له سلمان خانه پوښتنه وشوه ویې ویل، فیلم د جګړې په اړه نه، بلکې انسانانو ته د جګړې پر زیانونو جوړ شوی دی: "په فیلم کې پر دې ټینګار شوی چې جګړه ژر پای ومومي او ځوانان مو کورونو ته ستانه. "
نوموړي د خپلو خبرو په بهیر کې د جګړې پر امر کوونکو لفظي ګوزارونه وکړل او ویې ویل: "زما په فکر هغوی چې د جګړې امر ور کوي، باید د جګړې لومړۍ کرښې ته بوتلل شي، ټوپک ور کړل شي چې لومړی ته پرې ورځه ـ نو په یوه ورځ کې به کراره کراري شي.
د فیلم لارښود کبیرخان دی.
له سلمان خان سربېره پکې سهیل خان هم د پوځي رول لوبولی او د فیلم مرکزي ښځینه رول چنیايۍ فیلمي لوبغاړې (زو زو) لوبولی.
کله چې د اختلافونو په تړاو له سهیل خانه وپوښتل شول، ویې ویل:
''جګړه پخپله منفي جذبه ده چې هیڅوک یې نه خوښوي. د هرې مسلې وروستی حل په خبرو کې دی، خو بیا هم د خلکو تر منځ جګړې روانې دي. ''
د سلمان خان په یادو خبرو د هندوستان په ټلوېزیونو کې تاوده بحثونه روان دي. ځینې خو د نوموړي پر څرګندونو د غور پر ځای هغو ته له پاکستان سره تړاو ور کوي.

د عکس سرچینه، @BEINGSALMANKHAN
یو شمېر کسانو لیکلي، له پاکستان سره چې هر ځل خبرې اترې شوي، مثبته پایله یې نه ده لرلې.
خو یو شمېر نورو بیا لیکلي، سلمان خان د سولې خبرې کړي، که ډېرې ونه شاربل شي، ښه به وي.
خو یو شمېر نورو بیا له بلې زاویې دې مسلې ته کتلي او هغه یې د فیلم په مشهورولو کې د سلمان نوی چلند ګڼلی دی.








