سني لیون ولې نور غوښه نه خوري؟

ر

د عکس سرچینه، Sunny Leone\Twitter

د عکس تشریح، سني لیون د څارویو او ځناورو د حقونو ملاتړې ده.

د بالیووډ هنرمنه سني لیون د څارویو د حقونو ملاتړې ډلې سره یو ځای شوې او کلیزه یې هم جوړه کړې ده.

د کلیزې خپرولو پر مهال یې دا هم ویلي، چې ولې یې د غوښې خوړل پرېښودل او سبزي خوره شوه.

نوموړې زیاتوي، ډېر خلک چې ور سره مخ شي، نو پوښتي یې چې غوښه پرېښودل ګران نه دي، نو ځواب ور کوي چې نه دا ډېر اسان کار دی.

سني د دې کلیزې د خپرولو پر مهال خپل ټېوټر کې لیکلي "راځئ خوراک کې بدلون لا ولو، له اقلیمي بدلون سره مقابله وکړو، سبزي خواره شئ".

سبزي وزن هم کموي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سني لیون وايي، چې سبزي خوره شوه، نو وزن یې هم کم شو.

سني لیون وايي، د غوښې پرېښودلو او سبزي خوړلو سره یې دا ګټه هم وکړه چې اوس یې وزن کم شوی دی.

هغه زیاتوي، چې له دغه کار وروسته اوس ځان ډېر ځواکمن احساسوي.

د څارویو له درد خبر شئ

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سني لیون د کوڅه ډبو سپیو د حقونو په ملاتړ هم تورنه ده.

سني لیون وايي، که تاسو سبزي خواره کېدل غواړئ، نو هغه ویډیوې وګورئ چې د غوښې خورو په لاس د ښکار شوو ځناورو درد بیانوي.

پیټا تېر کال سني لیون ته د ځناورو له حقونو د ملاتړ له امله د کال غوره شخصیت یا "پرسن اف د اییر" مډال هم ور کړ.

سني لیون د کوڅه ډبو سپیو د حقونو په ملاتړ هم مشهوره ده.