تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سني لیون ولې نور غوښه نه خوري؟
د بالیووډ هنرمنه سني لیون د څارویو د حقونو ملاتړې ډلې سره یو ځای شوې او کلیزه یې هم جوړه کړې ده.
د کلیزې خپرولو پر مهال یې دا هم ویلي، چې ولې یې د غوښې خوړل پرېښودل او سبزي خوره شوه.
نوموړې زیاتوي، ډېر خلک چې ور سره مخ شي، نو پوښتي یې چې غوښه پرېښودل ګران نه دي، نو ځواب ور کوي چې نه دا ډېر اسان کار دی.
سني د دې کلیزې د خپرولو پر مهال خپل ټېوټر کې لیکلي "راځئ خوراک کې بدلون لا ولو، له اقلیمي بدلون سره مقابله وکړو، سبزي خواره شئ".
سبزي وزن هم کموي
سني لیون وايي، د غوښې پرېښودلو او سبزي خوړلو سره یې دا ګټه هم وکړه چې اوس یې وزن کم شوی دی.
هغه زیاتوي، چې له دغه کار وروسته اوس ځان ډېر ځواکمن احساسوي.
د څارویو له درد خبر شئ
سني لیون وايي، که تاسو سبزي خواره کېدل غواړئ، نو هغه ویډیوې وګورئ چې د غوښې خورو په لاس د ښکار شوو ځناورو درد بیانوي.
پیټا تېر کال سني لیون ته د ځناورو له حقونو د ملاتړ له امله د کال غوره شخصیت یا "پرسن اف د اییر" مډال هم ور کړ.
سني لیون د کوڅه ډبو سپیو د حقونو په ملاتړ هم مشهوره ده.