'پر سني لیون پېسې مه شیندئ، زما د فلم ټکټ واخلئ'

    • Author, نصرت جهان
    • دنده, بی بی سي، لندن

د هندي سینما وتلی ستوری سلمان خان د تورو هوسیو ښکار قضیې کې د جودهپور سیمې محکمې ته وړاندې شو او ځان یې بې ګناه وباله. نوموړي محکمې ته وویل، چې دا یوه دسیسه ده، چې په خبره یې د ده سپکولو په موخه جوړه شوې ده.

سلمان محکمې ته ویلي، چې هوسۍ په طبیعي توګه مړه شوې وه، خو په خبره یې ښايي پر ټولنیزو رسنیو کې ځینې خلک د ده پر دلیل باور کولو ته چمتو نه دي.

یو شمېر کسان وايي، د سلمان راتلونکي فلم نوم به ' نو ون کېلډ بلک بګ، ' یا ( هېچا توره هوسۍ نه ده وژلې ) وي.

د ټولنیزو رسنیو یوه کارکونکي لیکلي:

د سلمان له زېږېدو وروسته به ډاکټر ویلي وي... ' مبارک شه، معصوم وزېږېد '

خو داسې ښکاري چې نن سبا شپې، ورځې د سلمان خان لپاره بختورې دي، که یوه لور ته یې فلمونه یو په بل پسې ګټه کوي، بل لور ته په محاکمو کې هم بې ګناه بلل کېږي.

دا وروستیو کې هغه د ۲۰۰۲ کال د ' ټکر او تېښتې ' یوه قضیه کې بې ګناه بلل شوی دی. د تورې هوسۍ قضیه بیا د هغه مهال ده، چې سلمان خان د ' هم ساتھ ساتھ هي ' نومي فلم د ثبتولو لپاره راجستان سیمې ته تللی و. دغه قضیه کې له سلمان سره د سیف علي خان، سونالي بېندرې، تبو او نېلم هم شامل دي. دغه فلم د ټولو لپاره ځکه یادګاري دی، چې اوس هم دوی ټول د جودهپور محکمې ته یو ځای ورځي.

پر فلم جوړونکي سنجې لیلا بهنسالي برید شوی

د راجهستان سیمې په جېپور ښار کې د 'پدماوتي' نومي فلم د ثبت چارې هغه مهال په ټپه ودرول شوې، چې د دغه فلم پر جوړونکي سنجې لیلا بهنسالي د کوتکوالو کسانو برید وشو. ځايي پولیس ادعا کوي، چې پر نوموړي برید کونکي ادعا کوي، چې ملکه پدماوتي رول په فلم کې په مناسب انداز نه دی څرګند شوی.

د جېپور مهندرګړ کلا کې د فلم د ثبت پر مهال د راجپوت کرني سینا نومي ډلې کسانو ورانی، ویجاړی رامنځته کړ او فلم جوړونکی بهنسالي یې وهل ډبولی دی.

دغه فلم د یوې ځايي ملکې پدماوتي او خلجي پاچا علاالدین تر منځ د مینې کیسه رانغاړي او پر فلم جوړونکي برید کونکي ادعا کوي، چې فلم کې د ملکې رول په مناسبه توګه نه دی وړاندې شوی.

د شاہ رخ او ریتک روشن سیالي

د شاه رخان رییس او د ریتک روشن قابل دوه داسې فلمونو دي، چې له ډېرو ناندریو، سیاست او هېلو وروسته نندارې ته وړاندې شول او ویل کېږي، چې دواړه فلمونه ښه عاید لري.

خو د قابل پرتله رییس ډېر بریالی بلل کېږي، چې یو شمېر لاملونه لري. یو لامل یې له شاه رخ خان فلم ته د هغه د مینه والو لیوالتیا او بله هم په فلم کې د شاه رخ هغه رول، چې د ننداره کونکو خوښ شوی دی. د دغه فلم مکالمو هم ډېر شهرت موندلی.

نندارې ته د فلمونو له وړاندې کېدو مخکې او وروسته د شاه رخ خان او ریتک روشن تر منځ د ټویټر له لارې په خواږه انداز خبرې شوې او دواړو یو بل ته مبارکۍ ورکړې.

خو داسې ښکاري، چې د ریتک پلار راکېش روشن له شاه رخ او فلمي ملګرو یې ناراضي دی.

نوموړي د یوې پوښتنې ځواب کې آن ویلي، چې د رییس کتلو پر ځای به دویم ځلې قابل وویني. راکېش ښايي دې ته پام نه دی، چې که شاه رخ وړتیا لري، د ده زوی هم له چا کم نه دی.

تاسې راتلونکي کې باید نندارې ته د ریتک د فلم له وړاندې کولو مخکې د هغه پر نېټه غور وکړئ او تر کومه ځایه چې د رییس د بریالیتوب خبره ده، دغه فلم کې هغې سندرې ډېر مینه وال موندلي، چې پر سني لیون ثبت شوې.

ویل کېږي، چې کله دغه سندره پیل شي، په ځینې سینماګانو کې نندارچیان بې واکه شي، ناڅي او د سینما پردې پر لور پېسې ورشیندي. شاه رخ ښايي له همدې کبله یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:

'پر سني لیون پېسې مه شیندئ وه وروڼو، زما د فلم ټکټ پرې رانیسئ '