د "سیلفي" له کبله له اندونیزیايي موزیمه د هېتلر مجسمه لیرې شوه

د عکس سرچینه، AFP
په اندونیزیا کې ی د یوه موزیم ادارې هوډ کړی، چې له موزیم نه د جرمني د پخواني مشر اډولف هېتلر مومیايي مجسمه لیرې کړي.
دا پرېکړه وروسته تر هغه شوې، چې ګڼو زیارت کوونکو ددغې مجسمې ترڅنګ انځورونه اخیستل.
پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې ګڼو خلکو د نازیانو ددغه مشر له مجسمې سره سیلفیان او نور انځورونه اخیستي.
د موزیم اجرایوي مشر جامي مصباح د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، "نه غواړي څوک په غوسه کړي. "
دا مجسمه د اندونیزیا جاوه په جوجاکارتای موزیم کې ځای پر ځای شوې ده.
ځینې اندونیزیايي زلمیان په ژیړ رنګه یونیفورم کې د نازیانو د رسمي سلام په حالت کې ولاړ دي او انځورونه یې اخیستي.
په نړیواله کچه یهودانو د (دي ارکا) د ښکلو هنرونو موزیم پرضد غوسه ښودلې او د مجسمې د لیرې کولو غوښتنه یې کړې ده.
اندونیزیايي چارواکي وايي، دا مجسمه یې د ځینو تعلیمي لاملونو له کبله درولې ده.
که څه هم د دغه موزیم هېڅ کوم زیارت کوونکي ددغې مجسمې پرضد شکایت نه دی کړی، خو په بهرنۍ نړۍ کې یې پرضد له غوسې ډک غبرګونونه ښودل شوي.
د یهودانو د بشري حقونو ټولنې ابراهام کوپر ویلي: "هرڅه چې پېښ شوي ناوړه کار دی، ددغه سپکاوي لپاره هېڅ توري نه لرو."
د رپوټونو له مخې، د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال اوشفیتز بیرکیناو کمپ کې ۱٫۱ میلیون کسان ووژل شول، چې ډېری یې یهودان وو.
د بشري حقونو د څار ډلې اندونیزیايي څېړونکي اندیراس هارسونو ویلي، ددغې مجسمې موجودیت د اسلامي نړۍ تر ټولو لوی هېواد کې د یهود ضد دښمنۍ احساساتو کچه په ډاګه کوي.
د هېتلر مجسمه څه کم یو کال وروسته تر هغه ودرول شوه، چې د اندونیزیا جاوه باندونګ ټاپو کې هغه هوټل وتړل شو چې د نازیانو اړوند سینګار او د نازيانو مشهورې څېرې پکې رسم شوې وې.









