د "هېتلر سلام" جرمني کې د چینایي سیلانیانو د بندي کېدو لامل شو

Reichstag Buildin in Berlin

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دغو چینانو برلین کې د غایستګ ودانۍ په مخکې کې خپل لاسونه د هېتلر سلام په ډول پورته کړي ول.

دوه چینايي سیلانیان په جرمني کې ځکه بندیان شول چې د هتلر په شان سلام یې کړی و. پېښه د شنبې پر ورځ (د زمري ۱۴) برلین کې د جرمني د پارلمان په مخکې شوې ده.

د دغو دوو پاخه عمرو چینایانو عمل جرمي محکمې څېړلی ځکه چې د جرمني د نازي ګوند سمبولونه په دغه هېواد کې منع دي.

دواړه سیلانیان وروسته د سړي پر سر د ۵۰۰ یورو د ورکړې په ضمانت خوشي شوي دي.

جرمني کې پر کرکجنې وینا او هغو نښو نښانو چې له اډولف هېتلر او نازي ګوند سره یې تړاو ولري، قانون ډېر جدي دی.

دوی د غایستګ ودانۍ پر وړاندې چې د جرمني پارلمان هم په کې دی د عکس اخیستلو پر مهال لیدل شوي ول.

د جرمني پولیسو ویلي چې پر دغو سړیو چې یو یې ۳۶ او بل یې ۴۹ کلن دی درې کاله قید هم ختلی شوای.

د پولیسو یوه ویندوی اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې دغه سړي کولی شي د څېړنو پر مهال له جرمني ولاړ شي، او که کومه جریمه پرې راغله هغه پیسې چې یې د ضمانت لپاره ورکړي، په جریمه کې حساب شي.