"فېلمي نړۍ کې ملګری پیدا کول اسانه خبره ده"

جیکلین فرناڈیز

د عکس سرچینه، TWITTER @ASLI_JACQUELINE

د عکس تشریح، جیکلین فرنانډیز د سریلنکا ده.

د بالیووډ هنرمنه جیکلین فرنانډیز وايي، که خپله سم چلند لرې، فېلمي صنعت درته خوندي ځای دی.

د سریلنکايۍ هنرمنې جیکلین فرنانډیز په بالیووډ کې اته کلونه پوره شول.

نوموړې په (کېک)، (رویې) او (هاوس فول) او نورو فېلمونو کې رول لوبولی دی.

د هند فېلمي صنعت ته له بهر ور تلونکي ډېری هنرمنان وايي، چې دغه برخه کې ملګری پیدا کول ډېر ستونزمن وي، خو جیکلین له بې بي سي سره خبرو کې د دې نظر ملاتړ ونه کړ.

جیکلین فرناڈیز

د عکس سرچینه، TWITTER @ASLI_JACQUELINE

د عکس تشریح، جیکلین په دې خوشاله ده چې له ښو هنرمنانو سره یې سروکار دی.

هغه په دې باور ده چې فېلمي صنعت کې ملګری پیدا کول اسان دي:

"ستاسو اندېښنې، فکر، نه خوندیتوب او هڅې ټول یو وي، چې داسې وي نو له یو بل سره خبرې پر کولی شئ".

جیکلین خپل ځان بختوره بولي، چې له غوره انسانانو سره د کار چانس په لاس ورغلی دی.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جيکلین او سلمان خان.

هغه وايي، د فېلمي صنعت اړوند کسان چې کله له کومې ستونزې یا جنجال سره لاس ګرېوان وي، ډېره ورته ځورېږي.

"موږ ټول د خپل خپل مقام د جوړولو هڅه کوو، د بري ترڅنګ مو تل ډېر څه یو بل سره اړوند وي، چې موږ ور سره مخ کېږي، که ستا رویه سمه وي، نو فېلمي صنعت ډېر خوندي ځای دی، که ته خپله ښه انسان یې، نو ښه خلک به هم ستا لور ته وي".

جیکلین فرناڈیز

د عکس سرچینه، TWITTER @ASLI_JACQUELINE

د عکس تشریح، د جیکلین نوی فېلم د اګسټ پر ۲۵ خپرېږي.

جیکلین باوري ده چې د فېلمي کورنۍ اړوند خلکو درک ډېر ښه دی او هغې په دغه صنعت کې ډېر ملګري پیدا کړي دي، چې سلمان خان، سونم کپور، تاپسي پنو، سدهارت ملهوترا او د دېون کورنۍ پکې ده.

ویل کېږي هرمنانو کې بې باوري هیڅکله نه وي، خو د هرمنې په توګه جیکلین دا خبره مني چې څو ځلې هغه پر ځان بې باوره وه او هندي ژبه یې هم کمزورې ده، چې کار پکې کوي.

تېرو کلونو کې جیکلین له ټایګر شروف سره فېلم (فلایینګ جېټ) کې د شنونکو او لیدونکو خوښه نه شوه.

جیکلین فرناڈیز سلمان خان کے ساتھ

د عکس سرچینه، TWITTER @ASLI_JACQUELINE

د عکس تشریح، جیکلین له سلمان خان سره.

د دې فېلم پر ناکامۍ خپله خبره کوي:

"د هنرمنې په توګه موږ پر یوه پښه درېږو، چې کوم فېلم کې کار کول ومنو او کوم یو کې نه، خو یو نیم فېل وچلېږي او یو نیم نه، ځکه د فېلم مینوال بدلېږي ".

د هغې په خبره، له کوم فېلم چې هېله کېږي، چې په هیښوونکي ډول به ښه وي، هغه په داسې کولو کې ناکامېږي، له کتونکو د کوم فېلم د لیدلو هیله چې کېږي، هغه یې نه ګوري:

"موږ هنرمنانو ته هم د فېلمونو غوره کول ستونزمن دي، ځکه ستا په فکر کې نه راځي چې کوم فېلم به وچلېږي او کوم یو نه".

جیکلین فرناڈیز

د عکس سرچینه، TWITTER @ASLI_JACQUELINE

جیکلین د داسې فېلم جوړولو ته هیلمنه ده چې فشار ور باندي نه وي او یو څه پکې نوي وکړي.

امیتابچن، سلمان خان او اکشې کومار په څېر له نامي فېلمي ستورو سره د کار په هکله جېکلین وايي، چې د پخواني نسل هنرمنان د نوي نسل تر هغو ډېره انګېزه لري.

جیکلین په نوي فېلم (جېنټل مېن) کې له سدهارت ملهوترا سره لیدل کېږي، دا فېلم د اګسټ پر ۲۵ خپرېږي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جیکلین.