د هندي فلمونو 'پردۍ' هنرمندانې

صبا عرفان

د عکس سرچینه، T SERIES

د عکس تشریح، پاکستانۍ صبا قمر هندي میډیم نومي فلم کې رول لري

د هندي فلمونو یو شمېر هنرمندانې داسې هم شته، چې هند کې نه دي زېږېدلې، خو بالیووډ کې یې بریا په برخه شوې. له دوی نه یو شمېر داسې هم شته، چې د ګاونډیو هېوادونو دي، خو اروپا کې اوسېدلې یا زېږېدلې.

صبا قمر له دغو یوه هنرمنده ده، چې پاکستانۍ ده او له عرفان خان سره یې ګډ فلم 'هندي میډیم ' نژدې وختونو کې نندارې ته وړاندې کېږي.

کترینه کیف

کنرینه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کترینه کیف له بوم نومي ناکام فلم سره پیل وکړ

کترینه کیف له بریتانیا هند ته لاړه او پیل یې له بوم نومي ناکام فلم سره وکړ، خو وروسته د هیلو لندن، ویلکم او سینګ از کینګ غوندې بریالیو فلمونو برخه شوه.

نوموړې لومړي سر کې د هندي ژبې ویلو کې هم له ستونزو سره مخامخ وه، خو وروسته یې دې لړ کې ډېر زحمت وکړ او دهوم تهري، ایک تها ټایګر او جب تک هي جان غوندې بریالي فلمونه یې وړاندې کړل.

جېکلین فرنانډیس

جېکلین فرنانډیس

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، جېکلین فرنانډیس د سریلانکايي پلار او مالیزیايي مور لور ده

د سریلانکايي پلار او مالیزیايي مور لور ده، چې ۲۰۰۶ کال کې یې د 'مس یونیورس سریلانکا ' ټایټل تر لاسه کړ. نوموړې ۲۰۰۹ کال کې 'اله دین کي ساتھ' نومي فلم سره فعالیت پیل کړ، چې د امیتابھ بچن اور رتیش دیش مکھ غوندې وتلیو ستوریو ورسره رول لوبولی و.

نوموړې وروسته 'هاوس فل، فلاینګ جیټ او کک ' په څېر بریالیو فلمونو کې رول ولوباوه.

نرګس فخري

نرګس فخري

د عکس سرچینه، NARGIS FAKHRI

د عکس تشریح، نرګس فخري راک سټار کې راڅرګنده شوه

د نرګس فخري پلار پاکستانی او مور یې د چیک جمهوریت اوسېدونکې ده.

نوموړې له رنبیر کپور سره 'راک سټار ' نومې فلم کې راڅرګنده شوه، چې بریالی فلم و او وروسته یې د 'مدراس کیفې، می تېرا هېرو او ډهشوم ' نومي فلمونو کې هم رول درلود.

منېشا کوېراله

منېشا

د عکس سرچینه، SLB FILMS

د عکس تشریح، 'خاموشی'، 'اګنی شاکشی' او 'بامبې' د منیشا هغه فلمونه دي، چې ډېر وستایل شول.

منېشا کویراله د نیپال اوسېدونکې ده. نوموړې د لوړو زده کړو لپاره ډيلي ته تللې وه او لومړی فلم یې د 'فیري بتولا ' په نامه و، چې د نیپالي ژبې و، خو بالیووډ کې نوموړې د سبهاش ګهئي له 'سوداګر ' نومي فلم سره رول ولوباوه، چې د ځوانو عاشقانو ذهنونو کې یې ځانګړی ځای وموند.

نوموړې د نویمو کلونو له غوره فلمي لوبغاړو یوه بلل کېده. بایو پیک نومي فلم د فلمي لوبغاړي سنجې دت د ژوند پر کېسه راڅرخي او منیشا په کې د سنجې د مور نرګس رول لوبوي.

رنبیر کپور په دغه فلم کې د سنجې رول لوبوي.

هېلن

هېلن

د عکس سرچینه، N.N. SIPPY

د عکس تشریح، د هېلن بشپړ نوم هېلن رچرډسن

د بالیووډ مشهوره نڅاګره هېلن، چې پخوا هېلن رچرډسن نومېده، میانمار کې، چې پخوانی نوم یې برما و، زېږېدلې وه.

د هغې کورنۍ دویمه نړیواله جګړه کې هند ته لاړه. که څه هم هېلن پیل کې ډېره بریالۍ نه وه، خو د 'هاوړه برج ' نومي فلم له 'میرا نام چن چن چو' سندرې وروسته یې یو په بل پسې بریاوې په برخه شوې.

'شعلې'، 'ډان' او'تیسري منزل' فلمونو کې هغه سندرې ډېرې بریالۍ وې، چې نوموړې په کې برخه درلوده.

سلما اغا

سلما اغا

د عکس سرچینه، BR CHOPRA

د عکس تشریح، سلما اغا لندن کې ژوند کاوه

سلما اغا کراچۍ کې زېږېدلې، خو وروسته یې لندن کې ژوند کاوه او بریتانوي تابعیت لري. د سلما اغا نکاح نومي فلم د بالیووډ له خورا بریالیو فلمونو یو بلل کېږي.