سري دېوي: د ونو شاته به مو جامې بدلولې

د عکس سرچینه، Getty Images
د هندي سینما باليووډ ستورې سري دېوي چې په باراني موسم کې پر ثبت شويو سندرو ډېر شهرت لري، وايي، په دغه موسم کې د سندرو ثبت ورته لوی عذاب و.
په دغو سندرو کې د "چاندني" فیلم سندره (لګي اج ساون کي پیر وه جړي هې)، د "چالباز" فیلم (نه جانې کها سې ايي هې) او د "مسټرانډيا" فیلم (کاټې نهي کټتې) سندرې ډېرې مشهوره شوې دي.
له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې سري دېوي ددې سندرو په هکله وویل، په باران کې د سندرو ثبت ډېر ستونزمن کار و او په خبره يې ددغو سندرو د ثبت پر وخت به تل ناروغه شوه.
له څو لسیزو راهیسې په فیلم کې کارکوونکې دا هنرمنده وايي، اوس د نوي دور هندي فیلمي صنعت يې ډېر خوښ دی، ځکه چې پکې هنرمندانو ته اسانتیاوې بېخي زیاتې شوې دي.
د اغلې دېوي په خبره اوس په فیلمي صنعت کې بېخي ډېري اسانیتاوې شته، خو تر ټولو لوی نعمت يې "وېنيټي وېن" یا هغه د خونې په څېر بس ډوله موټر دی، چې پکې هنرمندان کالي بدلوي او د څه وخت لپاره ارام کوي.
د سري دېوي په خبره دا "وېنيټي وېن" د اوسني دور د هنرمندانو لپاره لوی انعام دی، ځکه چې زموږ په وخت کې به داسې هيڅ هم نه و.
هغه زیاتوي، موږ به د ونو بوټو یا بس موټر شاته جامې بدلولې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دېوي په خبره پخوا به د تشناب د نه شتون له امله هغې په "شوټنګ" کې ټوله ورځ اوبه نه څښلې.
د دغې هنرمندې د مشرې لور جهانوي په هکله اوازې دي، چې ډېر ژر به په فیلمي صنعت کې قدم کښېږدي، خو سري دېوي وايي، د جهانوي د راتلونکي په هکله اوس لا څه نه شي ویلی.
داسې خبرونه هم راځي، چې جهانوي ځوان هنرمند رنبیرکپور خوښوي، خو سري دېوي وايي، داسې خبرې يې ډېره پرېشانه کوي او په دې کې هيڅ حقیقت نه شته.
اغلې دېوي له "انګلیش وينګلیش" فیلم څخه پوره پنځه کاله وروسته اوس په نوي فیلم "مام" کې د يوې مورپه رول کې راڅرګندېږي.
په دغه فلم کې اکشې کهنه، نوازالدین صدیقي، عدنان صدیقي او سجل علي هم کار کوي، چې د روان کال د جولای د مياشتې پر ۷مه نېټه به خپرېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images








