تبو: د اجې دیوګن له امله مې واده ونه کړ

د عکس سرچینه، INSTAGRAM TABU
د بالیووډ ځلېدلي فیلمي لوبغاړې تبسم (تبو) وايي، د اجې دیوګن له امله هغه تر اوسه مجرده ده.
تبو ویلي: "کله چې ځوانه وم، نو اجې دیوګن زما ډېر خیال ساته، که کوم څوک به یې له ما سره په خبرو ولیدل، نو د وهلو ګواښ به یې ورته کاوه. که زه مجرده یم نو لامل یې د هغه کوڅه ډبتوب دی."
هغې دغه څرګندونې له یوې ځايي ورځپاڼې (ممبيي مېرر) سره په ځانګړې مرکه کړې دي.
د تبو لومړنی فیلم (وجی پت) نومېږي چې له اجې ديوګن سره یې په کې رول لوبولی دی.
اجی دیوګن یوه موده د تبو دوی ګاونډی هم و.
تبو زیاته کړې، دا د اجې دیوګن لپاره د افسوس ځای دی، ما هغه ته دا خبره هم کړې چې د واده لپاره مې له کوم هلک سره خبره وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
تبو او اجې په ۱۹۹۴ کې تر (وجی پت) فیلم ۲۱ کاله وروسته په ۲۰۱۵م کې په (درشیم) فیلم کې هم ګډ رول لوبولی دی.
دواړه هنرمندان به د روهیت شیټي په لارښودۍ په (ګول مال ۴) فیلم کې بیا راښکاره شي.
تېر څو کلونه تبو په حیدر، درشیم، او فتور غوندې فیلمونو کې کار کړی چې ښه ځلېدلې ده.
په راتلونکي ګول مال ۴ فیلم کې یې اجی دیوګن، ارشد وارثي، کنال کهیمو، تشار کپور، شرییس تلپړی او نیل نتن مکېش په څېر هنرمندان ور سره دي.

د عکس سرچینه، INSTAGRAM
تبو په دا وروستیو کې په مزاحیه فیلمونو کې هم خپل بخت ازمويي. هغې ممبيي مېرر ته ویلي، له اوږده مهاله په تراژیدي فیلمونو کې کار کوم، خو زما مور له ژړوونکو فیلمونو په تنګ شوې ده.











