د 'بورقې لاندې لبسیرین' فلم له بندیز وروسته نندارې ته وړاندې کېږي

د عکس سرچینه، JIGNESH PANCHAL
د هند سانسور بورډ ادارې د فیمینیزم پر موضوع جوړ شوي فلم 'لپ سټک انډر مای برکه' ته اجازه ورکړې، چې نندارې ته وړاندې شي. سانسور بورډ دغه فلم ته یوازې د بالغو کسانو لپاره نندارې ته د وړاندې کولو اجازه ورکړې. چارواکو دغه راز له یاد فلمه د یو شمېر صحنو لرې کولو لارښوونه کړې.
دې سره سره د فلم پر یو شمېر مکالمو هم اعتراض شوی او غوښتنه شوې، چې د نندارې پر مهال باید د دغو مکالمو غږ غلی شي.
له دې مخکې د دغه فلم جوړونکې النکیریتا سري واستو ته ویل شوي وو، چې فلم یې یوازې د ښځو لپاره ځانګړی دی او نیوکې پرې شوې، ځکه نندارې ته د وړاندې کولو اجازه نه شي ورکول کېدای.
له هغه وروسته نوموړې د فلمونو سانسور ادارې ته رسمي عریضه کړې وه.

د عکس سرچینه، JIGNESH PANCHAL
د فلم کیسه د څلورو ښځو د جنسي تخیل پر موضوع راڅرخي. دغه ښځې، چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۵۵ کلونو پورې دي په داسې ټولنه کې خپل وجود لټوي، چې نارینه په کې واکمن دي.
توکیو کې څو میاشتې مخکې په نړیوال کچ د دغه فلم پرانیستې مراسم و، چې کونکنا سین شرما او رتنا پاټهک شاه په څېر وتلیو فلمي لوبغاړو په کې رول لوبولی.
د بي بي سي ګیتا پانډې په خپل رپوټ کې ویلي، دا په وروستیو کلونو کې د هند پر فلمي سانسور بورډ نیوکې ډېرې شوې، چې ګواکې موقتې پرېکړې کوي او پرېکړې یې له هندۍ ټولنې سره ټکر کې دي، چې د بدلون په حال کې ده.








