باهو بلي۲' فلم به د دنګل ریکارډ مات کړي

په 'باهو بلي۲' فلم کې پربھاش، رانا ډګبتي، انوشکا شیټي او تمنا رول لوبولی دی.

د عکس سرچینه، SPICE PR

د عکس تشریح، په 'باهو بلي۲' فلم کې پربھاش، رانا ډګبتي، انوشکا شیټي او تمنا رول لوبولی دی.

باهو بلي۲ فلم چې په دې وروستیو کې د بالیووډ سینما تولید کړی، ښايي د عوایدو له اړخه د عامر خان د دنګل فلم ریکارډ مات کړي.

دمګړۍ د بالیووډ سینما د ډېر عواید لرونکي فلم ریکارډ د دنګل فلم دی چې ټولټال یې ۳۸۰ کروړه هندۍ روپۍ ګټه وټه کړې ده.

د پیسو د ګټلو له اړخه وړاندې هم د عامر خان "پي کې" په نامه فلم لومړی نمبر و، دغه فلم په هندي بازارونو کې نژدې۳۴۰ کروړه پیسې ګټلې وې.

خو که په نړیوالو بازارونو کې د فلمونو له لارې ګټل شوې پیسې هم ورسره وګڼل شي، نو پر "پي کې" فلم دنګل فلم د پیسو د ګټلو له اړخه مخکې دی.

په 'باهو بلي۲' فلم کې پربھاش، رانا ډګبتي، انوشکا شیټي او تمنا رول لوبولی دی.

د فلم لارښوونه ایس‌ایس راجمولي کړې، چې د سینما د نندارې په لومړۍ ورځ یې د عوایدو د ډېروالي اوازې خپرې شوې.

پر فلمي کاروبار سرخلاصي وايي، باهو بلي ـ۲ فلم په لومړۍ ورځ ۱۲۱ کروړه هندي روپۍ عاید لرلی او ښايي ژر به د عوایدو له اړخه د عامرخان د دنګل فلم ریکارډ مات کړي.

.

د عکس سرچینه، SPICE PR

دغه فلم د اپرېل په ۲۸مه د هندوستان پر سینماګانو نندارې ته وړاندې شو.

دغه فلم د اپرېل په ۲۸مه د هندوستان پر سینماګانو نندارې ته وړاندې شو.

د عکس سرچینه، SPICE PR

د عکس تشریح، دغه فلم د اپرېل په ۲۸مه د هندوستان پر سینماګانو نندارې ته وړاندې شو.