تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
باهو بلي۲' فلم به د دنګل ریکارډ مات کړي
باهو بلي۲ فلم چې په دې وروستیو کې د بالیووډ سینما تولید کړی، ښايي د عوایدو له اړخه د عامر خان د دنګل فلم ریکارډ مات کړي.
دمګړۍ د بالیووډ سینما د ډېر عواید لرونکي فلم ریکارډ د دنګل فلم دی چې ټولټال یې ۳۸۰ کروړه هندۍ روپۍ ګټه وټه کړې ده.
د پیسو د ګټلو له اړخه وړاندې هم د عامر خان "پي کې" په نامه فلم لومړی نمبر و، دغه فلم په هندي بازارونو کې نژدې۳۴۰ کروړه پیسې ګټلې وې.
خو که په نړیوالو بازارونو کې د فلمونو له لارې ګټل شوې پیسې هم ورسره وګڼل شي، نو پر "پي کې" فلم دنګل فلم د پیسو د ګټلو له اړخه مخکې دی.
په 'باهو بلي۲' فلم کې پربھاش، رانا ډګبتي، انوشکا شیټي او تمنا رول لوبولی دی.
د فلم لارښوونه ایسایس راجمولي کړې، چې د سینما د نندارې په لومړۍ ورځ یې د عوایدو د ډېروالي اوازې خپرې شوې.
پر فلمي کاروبار سرخلاصي وايي، باهو بلي ـ۲ فلم په لومړۍ ورځ ۱۲۱ کروړه هندي روپۍ عاید لرلی او ښايي ژر به د عوایدو له اړخه د عامرخان د دنګل فلم ریکارډ مات کړي.
دغه فلم د اپرېل په ۲۸مه د هندوستان پر سینماګانو نندارې ته وړاندې شو.