'ستا ماشومان هندوان دي که مسلمانان؟'

فرح خان

د عکس سرچینه، shirish kunder Twitter

د عکس تشریح، د بالیووډ د نڅا مشهوره طراحه فرح خان له خپلو ماشومانو سره
    • Author, نصرت جهان
    • دنده, بی بی سی اردو، لندن

د نڅا طراحې فرح خان مېړه شیریش کندر په دې ورځو کې د خپلو فلمي کارونو له پلوه کم، خو پر ټویټر د خپل هنر څرګندولو لپاره ډېر په مشهورېدو دی.

د هغه پر ټویټر تر ټولو مشهوره لومړنۍ شخړه له انوپم کهیر سره هله شوې وه چې کله انوپم د نه زغم پر موضوع پر عامر خان طنز ووایه او په ځواب کې شیریش ډګر ته ودانګل.

د دې په ځواب کې شیریش هم را ګډ‌‌ شو، نو پر همدې بیا انوپم کهیر څه غوسه ښکارېده.

پردې سربېره چې شیریش د فرح خان مېړه دی، فلمونه اېډېت کوي، هغه ډایرکټر هم دی او ورسره خپلو کومیډي ټویټونو سره یې پر ټویټر بې شمېره تعقیبوونکي (فالوورز) موندلي دي.

اوس په دې اوونۍ کې شیریش د خپلې مېرمنې فرح او درېيو ماشومانو یو انځور خپور کړ چې په هغې کې یې ښځه او ماشومان د امریکا ګرېنډ کینین ملي پارک کې پر یوې تیږې ناست دي او تردې لاندې یې یوه کومیډي جمله لیکلې وه چې "له غره زما تر غورځولو وروسته مې کورنۍ ډېر په ویاړ دا انځور اخلي".

د شیریش دا ټویټ ډېرو کسانو خوښ کړ، ترڅو چې یوې ښځې پوښتنه وکړه چې ستا د ماشومانو مذهب څه دی، هندوان دي که مسلمانان؟

شیریش پرته له دې چې غوسه شي په ځواب کې یې ولیکل: "دا په دې پورې تړلې چې راتلونکی جشن څنګه دی، هسې خو زما ماشومان تېره اوونۍ عیسویان وو."

شیریش ډېر په زړه پورې انداز کې ځواب ورکولو سره نه یوازې د بحث اوږدېدو مخه ونیوله، بلکې خلک یې حیران کړل چې د ټوکو دا حس خو به یې د مېرمنې د خبرو اغېز نه وي.

د سلمان پر فلم دې د اکشې څه کار؟

سلمان اور اکشے

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سلمان خان او اکشې کمار تردې وړاندې هم په یوه فلم کې ګډ لوبېدلي دي

په باليووډ کې د عجیبه ملګرتیاوو ډېرې بېلګې پیدا کېږي. اوس خو سلمان خان ته د ملګرو ملګری ویل کېږي نو کرن جوهر او اکشې کمار نو چېرته وروسته پاتې کېدونکي وو.

اوس سلمان له کرن جوهر سره یو ځای یو فلم جوړوي او د فلم اتل به اکشې کمار وي.

اکشې د نوي کال پرمهال په یوه ټویټ کې خلکو ته دا خبره وکړه او کرن جوهر هم د هغه خبره تایید کړه.

اوس سلمان خان د "اکي" په شکل راڅرګندېدونکی دی. دا خو به وخت هم وښيي، هو دا ثابته ده چې اوس اکشې هم د سلمان خان د ملګرو په نوملړ کې شامل شوی دی.

رتک روشن اور شاہ رخ خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رېتک روشن او شاهرخ خان په "کبهی خوشي کبهي غم" فلم کې د خپل هنر جوهر څرګند کړی دی

د شاهرخ خان فلم "رییس" او د رېتک روشن "قابل" فلمونه خپرېدو ته تیار دي او دا دواړه فلمونه د لوړو ستورو او بینرونو لرونکي فلمونه دي او دواړه فلمونه د جنورۍ په ۲۵مه خپرېږي.

دواړو د فلمونو خپرېدو تاریخ بدلولو پر سر خبرې وکړې، خو کومې پایلې ته نه رسېدل، ځکه چې شاهرخ وړاندې هم د خپل فلم خپرېدو ورځ بدله کړې وه. په یوه وخت د دواړو فلمونو خپرېدو سره به د رسنیو عنوانونه د ټکر په څېر ولیکل شپي، خو رېتک روشن ویلي چې دا به د شاهرخ او د ده پر ملګرتیا کومه اغېزه و نه کړي.

د فلمونو له ټرېلره ښکاري چې دواړه فلمونه یو له بله په بشپړه توګه مختلف دي او هيله کېږی چې دواړه به د خپلې ونډې سوداګري وکړي.