کنګنا: زه له نورو سره توپیر لرم

د عکس سرچینه، UNIEVRSAL PR
د بالیووډ سینما لوبغاړې کنګنا راناوت وايي، په ژوند کې یې چې غوښتي نو تر زیار او هڅو وروسته یې ترلاسه کړي دي.
نوموړې دغه څرګندونې د خپل نوي فیلم (سمرن) د تعرفي کمپاین پر مهال کړې دي.
اغلې راناوت زیاته کړې، زه له نورو سره یو څه توپیر لرم، اوس نو دغه لانجې ګونجې زما د ژوند اصول جوړ شوي، زه ور سره راحته یم، څه مې چې حق وي؛ تر لاسه کوم یې.
د سمرن فیلم د لنډه کي فیلم د ښودنې پر مهال د همدې فیلم لارښود هنسل مهتا وويل:
"له ډېرو وختونو له کنګنا راناوت سره د ګډ کار په لټه وم، د فیلم متن مې ور ته واوراوه او هغې په فیلم کې رول لوبول ومنل."
کنګنا راناوت په سمرن فیلم کې امریکا ته د لېږدول کېدونکې نجلۍ رول لوبولی دی.
سمرن فیلم به د راروانې سپټمبر میاشتې په ۱۵مه د سینما په پرده نندارې ته وړاندې شي.

د عکس سرچینه، SIMRAN TRAILER




