'کاجول اوس زما ملګرې نه ده'

د عکس سرچینه، Getty Images
بالیووډ کې چې د دښمنیو بېلګې یادېږي، د ملګرتیا مثالونه هم پکې شته، د دښمني او بیا ملګرتیا یوه بېلګه سلمان خان او شاه رخ خان دي.
خو د کرن جوهر او کاجول ۲۶ کلنه ملګرتیا اوس که دښمني نه ده لږ ترلږه دواړه سره د خپګان په درشل کې دي.
څه موده وړاندې د کرن جوهر فلم 'اے دل ہے مشکل' او د کاجول د مېړه اجي دیوګن فلم 'شوائے' ترمنځ ناندرۍ د کرن او کاجول ملګرتیا په ګرانه بیه کړه.
پر ټویټر روانو ناندریو ناخوښ حالت غوره کړی و او د دواړو ترمنځ لانجې له ورایه ښکارېدې، ویل کېږي چې ان کرن جوهر د خپل کتاب " An Unsuitable Boy " بایوګرافي (شخصي مالومات) برخه کې کاږلي چې ددوی ترمنځ د ستونزو لامل د هغې مېړه اجي دیوګن دی.
د کرن په وینا، اوس نو له کاجول سره ملګری نه دی. د کرن بایوګرافي مالوماتو ځینې نقل قولونو خواله رسنیو ته لار کړې او د خواله رسنیو کاروونکو ترمنځ ښکته پورته کېږي. وبه کتل شي چې دا پخوانیو ملګرو ترمنځ خپګان به تر کومه دوام وکړي.
خواله رسنۍ
دا چې خواله رسنۍ تر کومې کچې زموږ د ژوند برخه ګرځېدلې، ددې اندازه ښايي تاسو ته مالومه شوې وي.

د عکس سرچینه، AFP
خلک هر ډول ضروري او غیر ضرور کارونه، اعلانونه، وعدې او ارادې د خواله رسنیو پر مټ کوي، ښکاره ده چې دا د مینې اظهار وي او که د پرېکون اعلان، دوستي وي او که دښمني، ان دا چې ځینې ښځې د خپلو حمل (میندوارۍ) مبارکي هم د خواله رسنیو کارونکو ته ورکوي.
لیسا هیډن اوس د کرن جوهر په فلم 'اے دل ہے مشکل' فلم کې راڅرګندېږي.
هغې تېر کال له یو سوداګر سره واده کړی، په هرحال لیسا پر خواله رسنیو خپل انځور خپور کړی خو اوس جوته نه ده چې د ماشوم په زېږېدو به هغه پر خلکو څه ډول زیری کوي.
د راکهي ملګرې او ماډله صوفیه حیات د نوي کال په سر کې ژمنه کړې وه چې سږکال به له راکهي سره واده کوي.

د عکس سرچینه، AFP









