د عامر خان دنګل فلم تر ټولو ډېرې پیسې ګټلې

د عکس سرچینه، DISNEY INDIA
د بالیووډ د وتلي ستوري عامر خان دنګل "غېږنیونه" فلم د هغه د مخکیني "پي کې" په نامه د بالیووډ فلم په پرتله تر ټولو ډېرې پیسې ګټلې او ریکارډ یې مات کړی دی.
د سینما کارپوهانو تېره اونۍ وویل، له دنګل فلم وړاندې هېڅ کوم بل فلم د بالیووډ په تاریخ کې په دې موده کې دومره ډېرې پیسې نه دي ګټلې.
په هند کې د فلمونو کاروباریان او شنونکي وايي، د سینما په نړۍ کې یې ددغه فلم له بابته تر اوسه ۶۷۰ کروړه روپۍ ترلاسه کړې دي.
د فلم جوړونې مشهور (ټرېنډ) شرکت شنونکي تاروړ ادرش وویل، د یکشنبې تر ورځې، یعنې په تېرو درو اونیو کې دنګل فلم د هند بازارونو کې ۳۴۵ کروړه روپۍ ګټلې دي، چې تر دې مهاله دا تر ټولو ډېرې پیسې ګټونکی فلم ثبت شوی او ریکارډ یې مات کړی دی.
د پیسو د ګټلو له اړخه وړاندې هم د عامر خان "پي کې" په نامه فلم لومړی نمبر و، دغه فلم په هندي بازارونو کې تر اوسه نژدې۳۴۰ کروړه پیسې ګټلې دي.
خو که په نړیوالو بازارونو کې د فلمونو له لارې ګټل شوې پیسې هم ورسره وګڼل شي، نو پر "پي کې" فلم دنګل فلم د پیسو د ګټلو له اړخه مخکې دی.
د عامر "پي کې" فلم تر اوسه په څو میاشتو کې ټول ټال ۷۴۰ کروړه روپۍ ګټلې، حال دا چې دنګل فلم په درو اونیو کې ۶۷۰ کروړه روپۍ وګټلې.
همدا ده چې کارپوهان وايي، چې په یوه اونۍ کې دغه فلم پر نورو هغو مخکې شو.

د عکس سرچینه، AP
د بالیووډ ټرینډر فلمونو څارونکي پر دې نظر دي چې د هند بازارونو کې د عامر خان له دنګل او پي کې" فلمونو وروسته، د سلمان خان برجنګي بهايي جان" فلم د ډېرو پیسو ګټلو له اړخه درېیم کتار کې دی.
دغه فلم تر ۳۲۰ کروړو ډېرې پیسې ګټلې دي. د سلمان خان "سلطان" فلم هم ۳۰۰ کروړه روپۍ ګټلې چې په شپږم کتار کې راځي.
د عامر خان "دهوم تهري" فلم ۳۲۸۴٫۷ د کروړه روپیو په ګټلو سره پنځم کتار کې راغلی.








