له عامر سره مینه خو له هنره یې کرکه

د عکس سرچینه، AFP
د هندي فلمونو وتلی ستوری سلمان خان وايي، شخصاً پرې عامرخان ګران دی، خو وايي له مسلکي پلوه ورنه کرکه کوي.
د پنجشنبې په ورځ یوه ټویټر پیغام کې نوموړي ویلي، کورنۍ سره یې د عامرخان نوی فلم ' دنګل ' لیدلی او فکر کوي، چې دا فلم د 'سلطان ' پرتله غوره دی.
د سلمان خان فلم ' سلطان ' او د عامرخان فلم ' دنګل ' ځکه پرتله کېږي، چې دواړه فلمونه د پهلوانۍ پر موضوع جوړ شوي دي. سلمان خان لیکلي:

د عکس سرچینه، TWITTER
'' زما کورنۍ غړو نن ' پنجشنبه ' دنګل فلم ولید، دوی دغه فلم د سلطان پرتله غوره وباله، عامر! شخصاً راته ګران یې، خو له مسلکي اړخه درنه کرکه کوم! ''
دنګل فلم د یوه مشهور هندي پهلوان مهاویرپهوګاټ د ژوند کیسه رانغاړي او د پنجشنبې پر ورځ نندارې ته وړاندې کېږي.
دې سره به عامرخان نژدې دوه کاله وروسته د سینما پر پرده ولیدل شي.

د عکس سرچینه، TWITTER
د پنجشنبې پر ورځ یو شمېر فلمي ماهرینو او هنرمندانو دغه فلم لیدلی او نژدې په یوه خوله یې مثبت غبرګون څرګند کړی دی.
مشهور فلمي هنرمند ارشد وارثي په ټویټر پیغام کې لیکلي :
'' د فلم جوړولو په ټولو برخو کې دغه فلم مناسب دی، تر ډېره به مې یاد وي، غوره هنرمندان په ډېره ښه توګه په کې یوځای شوي دي. ''
هنرمندې جوهي چاوله په ټویټر پیغام کې لیکلي:
''ډېر ښه! عامر ډېر ښه فلم تولید کړی، نوموړي په دې کې له ننګونو سره سره ډېر عالي احساسات هم څرګند کړي دي ''








