د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی د پاکستان په ګډون پنځو هېوادونو ته سفر کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي ته خپل سفر اعلان کړی، چې په وينا يې تمرکز به یې پر افغانستان وي.
نوموړي ويلي، "له مهمو شريکانو سره پر ګډو امنيتي ګټو، د کډوالو د خونديتوب او بيا مېشتېدنې، بشري اړتياوو، بشري حقونو او اقتصادي مسايلو خبرو ته به په تمه يم. "
په همدې حال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې جولیا والس نویس په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره کتلي او د افغان کډوالو په اړه ورسره غږېدلې ده.
د راپورونو له مخې لږ تر لږه دری امریکايي چارواکي به له يوه لوړ پوړي پلاوي سره په راتلونکو څو ورځو کې اسلام اباد ته سفر وکړي، چې ټاکل شوې د افغانستان پر وضعیت به خبرې وکړي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو پر مسلې سربېره به امریکايي چارواکي د پاکستاني طالبانو او افغان طالبانو د فعالیتونو په اړه د پاکستان د اندیښنو په اړه وغږيږي.
په پاکستان کې يو شمېر افغان کډوال چې په لوېديځو هېوادونو کې د کډوالۍ او مېشتېدو په حال کې دي، وايي خپل پاسپورټونه يې ادارو ته سپارلي او يا يې د ويزې موده تېره شوې ده. دوی د پاکستان د حکومت له خوا د شړلو په اړه اندېښمن دي.
ملګرو ملتونو تېره اوونۍ وویل، داسې هم پېښ شوي چې پاکستاني پولیسو ثبت شوي کډوال او پناه غوښتونکي په نښه کړي وي.
د پاکستان پولیس په اسلام آباد او د هېواد په نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د اوسېدو په ځایونو کې چاپې اچوي او هغه کسان چې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري نیسي او افغانستان ته يې استوي.
له هغه راهيسې چې پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پيل کړې، ويل کېږي تر دې مهاله شاوخوا ۴۵۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي او پاکستان پتېيلې چې د ستنوونکو کډوالو شمېر به يو اعشاريه ۷ ميليونو ته رسوي.
ستانه کړل شوي افغان کډوال د ژمې په درشل کې له سختو کړاونو سره مخ ښکاري چې ويل کېږي لويه برخه يې لاسنيوي ته اړتيا لري.











