توماس وېسټ د منځنۍ اسيا هېوادونو له استازو سره د افغانستان په تړاو غږېدلی

توماس وېسټ منځنۍ اسيا کې

د عکس سرچینه، ALT

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست دوحه کې له طالب استازو د لیدنې په درشل کې ویلي، د منځنۍ آسیا د هېوادونو له استازو سره یې د امنیت، بشري حقونو او اقتصاد په اړه خبرې کړې دي.

توماس وېسټ سیمې ته د خپل سفر په پیل کې د منځنۍ آسیا هېوادونو له استازو سره د افغانستان په اړه غږېدلی.

ښاغلي وېسټ د قزاقستان په آستانه کې د دې لیدنې په تړاو پر ټویټر یوه بیان کې ویلي، چې افغانستان لپاره د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو سره په دې غږېدلی چې څنګه کولی شي د افغانانو ملاتړ وکړي.

هغه د دې کتنې په اړه ډېر تفصیل نه دی ورکړی خو ویلي چې دې غونډه کې د امنیت، بشري حقونو، اقتصاد او بشري مرستو په ګډون په ډېرو مهمو مسلو يې خبرې کړې دي.

د منځنۍ آسیا هېوادونه چې ځینې یې د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکي لري، په ټوله کې د افغانستان په تړاو امنیتي اندېښنې هم لري.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست دوحه کې له طالب استازو د لیدنې په درشل کې ویلي، د منځنۍ آسیا د هېوادونو له استازو سره یې د امنیت، بشري حقونو او اقتصاد په اړه خبرې کړې دي.

توماس وېسټ سیمې ته د خپل سفر په پیل کې د منځنۍ آسیا هېوادونو له استازو سره د افغانستان په اړه غږېدلی.

متقي او پټېل

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي وېسټ د قزاقستان په آستانه کې د دې لیدنې په تړاو پر ټویټر یوه بیان کې ویلي، چې افغانستان لپاره د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو سره په دې غږېدلی چې څنګه کولی شي د افغانانو ملاتړ وکړي.

هغه د دې کتنې په اړه ډېر تفصیل نه دی ورکړی خو ویلي چې دې غونډه کې د امنیت، بشري حقونو، اقتصاد او بشري مرستو په ګډون په ډېرو مهمو مسلو يې خبرې کړې دي.

د منځنۍ آسیا هېوادونه چې ځینې یې د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکي لري، په ټوله کې د افغانستان په تړاو امنیتي اندېښنې هم لري.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې لپاره ګومارل شوي ترکي دیپلومات سنیرلي اوغلو متحده عربي اماراتو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبد الله بن زاید سره کتلي دي.

شيخ زايد

د عکس سرچینه، Getty Images

د اماراتو رسنۍ وايی چې ښاغلي بن زاید د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د ملګرو ملتونو د روانو هڅو ملاتړ کوي.

دې کتنه کې د متحده عربي اماراتو د وړاندیزونو او له ملګرو ملتونو سره د ګډ کار په اړه هم خبرې شوې خو تفصیل یې نه دی ورکړل شوی.

ښاغلي سنیرلي اوغلو دنده لري چې د افغانستان وضعیت په خپلواک توګه وڅېړي او خپل رپوټ ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي. ټاکل شوې له دې رپوټ وروسته به د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي.

دا غونډه د هغې غونډې په دوام بلل شوې چې تېرې مۍ میاشت کې شوې وه او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش به د افغانستان لپاره د هېوادونو له استازو سره د افغانستان د وضعیت او هلته د شته ننګونو په اړه خبرې وکړې.