ټام وېسټ: ټول باید د خپلو ګټو لپاره طالبانو سره دیپلوماسۍ ته دوام ورکړو

د عکس سرچینه، Munich2022
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
د جرمني په مونیخ کې کلنی امنیتي کنفرانس پرون پای ته ورسېد. دا ناسته سږ کال په داسې مهال کې ترسره شوه چې د لویدیځ او روسیې ترمنځ د اوکرایین پرسره کړکېچ رامنځ ته شوی او د روسیې لخوا پر اوکرایین د برید احتمال شته.
افغانستان چې نور کله به په دې امنیتي کنفرانس کې د پام وړ و سږکال ورته چندان پام و نه شو، خو پرون په یوه ګردي میز کې چې ''د افغانستان ټکانونه او له ایرو نه تر ایرو پورې '' عنوان ورکړل شوی و د افغانستان په اړه بحث وشو.
په دې ګردي میز کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د ویډیويي اړیکې له لارې ګډون درلود او ویې ویل له طالبانو سره دیپلوماسي د ټولو په ګټه ده.
ښاغلي وېسټ زیاته کړه:
''زموږ نظر دا دی چې موږ ټول باید د خپلو ګټو په خاطر له طالبانو سره دیپلوماسۍ ته دوام ورکړو، اوس مهال همدا زموږ غوراوی دی. اوس له هغه مهال راهیسې چې طالبانو په زوره واکمنۍ ترلاسه کړه شپږ میاشتې تېرې شوې، موږ باید وګورو چې دیپلوماسي تر کومه کچه ګټوره وه، فکر کوم په ځینو برخو کې ګټوره وه او په ځینو برخو کې نه. ''
ښاغلي وېسټ زیاته کړه چې د زده کړو په برخه کې دیپلوماسۍ محتاطانه خوشبینۍ پیدا کړي خو د ټول ګډونه حکومت په برخه کې یې تراوسه پایله نه ده لرلې او په وینا یې د طالبانو د حکومت په رهبرۍ کې یوه ښځه هم نشته.
هغه دغه راز ویل چې د طالبانو په حکومت کې ډېرې څوکۍ د یوه قوم په اختیار کې دي او اړتیا ده چې مسلکي کسان هم په حکومت کې موجود وي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ دغه راز ویل چې له سرپرست حکومت نه دایمي حکومت ته تګ لپاره اړتیا ده چې د افغانانو ترمنځ پرې خبرې وشي خو دا کار تراوسه نه دی شوی.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شپږو میاشتو کې طالبانو هڅه کړې چې نړیواله ټولنه قانع کړي چې حکومت یې په رسمیت وپیژني. په همدې موده کې طالب چارواکو څو بهرني سفرونه هم وکړل چې یو سفر یې د جنورۍ په میاشت کې د ناروی پلازمېنې اسلو ته و.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان چې تراوسه له طالبانو سره ښې اړیکې لري نړیواله ټولنه هڅولې چې له طالبانو سره کار وکړي.
د پاکستان د ملي امنیت سلا کار معید یوسف هم په دې ګردي میز کې د ویډیويي اړیکې له لارې خبرې وکړې او ویې ویل، د طالبانو په خاطر باید ۳۵ میلیونه افغانانو ته سزا ورنکړل شي.
د نوموړي په وینا اسلام اباد هم په افغانستان کې د ټولشموله حکومت او بشري حقونو په برخه کې پر خپل دریځ ولاړ دی.
دغه راز امریکايي سناتور لینزي ګراهم د کردي میز ګډونوالو ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د طالبانو په څېر ډلې باید پیسو ته لاسرسی ونه مومي او هغو سره مرسته وشي چې که وکولای شي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوسېدو ته نه وايي.
نوموړی وايي:
''څو کسه دلته غواړي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند وکړي؟ که وایاست چې نه، بیا نو له هغو خلکو سره مرسته وکړئ چې که یې کولای شول نه یې وویل. ''
افغان مدنې فعالې مجبوبه سراج چې له کابل نه یې په دې کردي میز کې ګډون درلود وویل، تر هغه چې د افغانستان اقتصاد فعال نه شي او خلک کار ونه کړي له بهر نه په مرسته شویو پیسو د افغانستان ستونزه نه هوارېږي.










