د طالبان بهرنیو چارو وزیر قطر ته ځي; امریکا وایي 'طالبانو سره ښکېلتیا د هغوی رسمیت پېژندلو په مانا نه ده'

متقي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پټېل ویلي: "دا د امریکا په پالیسۍ کې د کوم بدلون په مانا نه ده. موږ ډیر روښانه وو، کله چې زموږ په ګټه وي، موږ به له طالبانو سره په مناسب ډول خبرې وکړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات وايي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري به په دوحه کې د طالبانو له یوه پلاوي سره خبرې وکړي.

ویل شوي دوی به د افغانستان لپاره پبشري مرستو، امنیت، د ښځو د حقونو، اقتصادي ثبات او د مخدره موادو د تولید او قاچاق پر وړاندې د مبارزې په تړاو بحثونه ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او څنډې ته د ښځو او نجونو د پرېښودلو په اړه د امریکا اندېښنې تکرار کړي او ویلي یې دي، په قطر کې خبرې "طالبانو سره ښکېلتیا د هغوی د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده."

پټېل ویلي: "دا د امریکا په پالیسۍ کې د کوم بدلون په مانا نه ده. موږ ډیر روښانه وو، کله چې زموږ په ګټه وي، موږ به له طالبانو سره په مناسب ډول خبرې وکړو."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه پلاوي مشري به د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ به يو پلاوی د روانې ميلادي مياشتې په پای کې دوحې ته سفر وکړي او هلته به له امريکايي چارواکو سره پر اړوندو مسايلو خبرې وکړي.

د طالبانو تمې څه دي؟

د ښاغلي بلخي په وینا، "په دې خبرو کې د بنديزونو او تور ليستونو ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه به لومړيتوب ولري."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي،‌ په دې سفر کې به طالب پلاوی د قطر دولت له ځينو چارواکو سره هم پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون، په ګڼو مشرانو یې د سفر بندیزونه دي. خو د دغه ډول سفرونو لپاره ملګري ملتونو د لنډمهال لپاره د سفر اجازه ورته برابروي.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټوماس وېسټ او اغلې امیري لومړی قزاقستان ته ځي او هلته به د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

دوی به د مدني ټولنې له غړو سره هم وویني چې تر ډېره به یې خبرې د ښځو پر حقونو ورټولې وي.

اوس نژدې دوه کاله کېږي چې د طالبانو حکومت هېح هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی. طالبان هڅه کوي په دغه ډول سفرونو کې نړیوال قانع کړي چې حکومت یې په رسمیت و پېژني. خو تر اوسه داسې نښې نه ښکاري چې د دوی حکومت دې د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالو شرایط پوره کړي وي.‌

د امریکا په ګډون، د طالبانو د حکومت ملګري هېوادونو هم له طالبانو غواړي داسې حکومت جوړ کړي چې "د خلکو استازولي" وکړای شي او ښځې په کې ګډون لري. اوس د طالبانو په حکومت کې له یوې مخې د یوه فکر خلک په لوړو څوکیو ګومارل شوي او "ښځې له ټولنیز ژونده" ورکې کړل شوې دي.‌