توماس وېسټ: طالبان د زدکوونکو نجونو پر وړاندې "سختې ځپونکې تګلارې" کاروي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي پر طالبانو نیوکه کړې چې د زدکوونکو نجونو پر وړاندې "ځپونکې تګلارې" کاروي.
توماس وېسټ دا څرګندونې د نجونو نړيوالې ورځې په مناسبت پر خپل اېکس کړې دي او ویلي یې دي چې تر افغانستان پرته په بل هېڅ ځای کې د دې ساری نه شته چې د منځنيو او ثانوني زدکړو نيمايي نفوس یاني نجونې دې له زدکړو بې برخې وي.
ښاغلي وېسټ دا د طالبانو له لوري د افغان نجونو "بوږنوونکې ځپلتیا" بللې او ویلي يې دي چې، "دا د دوی [نجونو] پر رواني روغتیا، کورنيو، ټولنې او اقتصادي ژوندانه باندې ورانوونکې اغېزې لري."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د نجونو نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د امریکا دغه ځانګړي استازي له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغان نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي، "د هغوی غږ واوري او بدرګه یې کړي"، ځکه چې په وینا یې، "د افغانستان روښانه او خوندي راتلونکی په همدې پورې تړلی دی."
د یادولو ده چې د اکتوبر ۱۱مه په نړۍ کې د نجونو نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي او په ترڅ کې يې نجونو ته د ژوند په بېلابېلو چارو کې د ډېرو فرصتونو برابرولو غوښتنه کېږي او د هغوی لپاره د جنسیت د برابري په ملاتړ غږ اوچتېږي.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا نه مني چې ګواکې دوی دې د افغان نجونو پر ضد "ځپونکې" تګلارې کاروي او وايي چې "شرايط او چاپېریال ورته برابروي" خو واک ته له رسېدو سره يې لومړی افغان نجونې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او وروسته یې له لوړو زدکړو هم راوګرځولې. یوازې د طب اړوند ځينو برخو کې د زدکړو اجازه ورکړل شوې.
دا دی څه باندې دوه کاله کېږي چې لا هم په افغانستان کې د ښځینه زدکوونکو پر مخ تر شپږم پورته ښوونځي، لیسې او پوهنتونونه تړلي پاتې دي.







