د ښوونکي نړیواله ورځ؛ د طالبانو په واکمنۍ کې ځينو ښځينه ښوونکو ته دا ورځ په څه مانا ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
"پخوا به د ښوونکي ورځ ډېره په شان او شوکت نمانځل کېدله، نجونې به ډېرې وې، ښوونځي خلاص وو، اوس د چا په زړه کې هغومره شور نه دی پاتې"
دا د یوې افغانې ښوونکې خبرې دي چې له کابله یې نن بي بي سي ته د ښوونکي نړيوالې ورځې په مناسبت کړې. د خونديتوب لپاره یې په مستعار نوم خديجه یادوو.
د اکتوبر پنځمه د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ښوونکي نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
د نورې نړۍ په څېر په افغانستان کې هم دود دا دی چې د ځينو رسمي مراسمو تر څنګ په دې ورځ زدکوونکي خپلو ښوونکو ته د دې ورځې مبارکي ورکوي او یوه نیمه تحفه یا لیکنې او شعرونه ورته ډالۍ کوي.
مادي اړخ يې په هر لحاظ خو معنوي ارزښت یې دا دی چې د ښوونکو قدرونه پکې کېږي. خو ځينې افغان ښوونکې وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د دې ورځې نمانځل ډېر پيکه شوي دي.
"تړلي ښوونځي او پر کور ناستې ښوونکې"

د عکس سرچینه، Getty Images
استاده خدیجه په کابل کې تر اووم د ښکته ټولګیو ښوونکې ده، وايي، "د جمهوريت وخت کې د نجونو ټول ښوونځي خلاص وو نو په دې ورځ به د زدکوونکو نجونو او ښځينه ښوونکو شمېر هم ډېر و او دا ورځ به نجونو ډېره په ډاډه زړه او په شان او شوکت سره نمانځله"
خو زیاتوي چې اوس هر څه پيکه دي، "نن مو ښوونځي کې داسې واړه او ساده مراسم نیول شوي وو چې پخوا سره هېڅ د پرتلې نه وو. په اصل کې د دې ورځې نمانځل اوس پيکه شوي دي، هغومره شور د چا په زړونو کې نه دی پاتې."
پر افغانستان د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې دا دویم ځل دی چې دا ورځ په داسې حال کې په دغه هېواد کې نمانځل کېږي چې د زرګونه نجونو پر وړاندې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي او ګڼې ښځينه استادانې هم په کور کېنول شوې دي.
د دې تر څنګ د ښځينه زدکوونکو او محصلانو پر فراغت غونډو محدویتونه، له پوهنتونونو، کار او زدکړو د هغوی منع کول نور لاملونه دي چې د ښځو حقونو د ځينو فعالانو په وینا، په افغانستان کې يې پر ښځو په مسلکي ژوند کې هم کړۍ تنګه کړې ده.
د طالبانو حکومت په دې مناسبت څه وايي؟
که اختر وي، که نوروز او یا کومه بله مناسبتي ورځ، د افغانانو سترګې وي چې ښايي اوسني واکمنان د نجونو ښوونځيو په اړه کومه مثبته پرېکړه اعلان کړي خو د ښوونځيو تړلو باندې پر شاوخوا دوو کلونو اوښتو سربېره دا "هیله" لا هم "ارمان" پاتې ده.
نن که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښوونکي ورځ په رسمي ډول ونمانځله او ښايي د ځينو به تمه وه چې د زدکړو په برخه کې د داسې یوې مهمې ورځې په مناسبت ښايي د بندو ښوونځيو او پر کور د ناستو ښځينه ښوونکو په اړه کوم څه وویل شي خو د طالبانو حکومت د پوهنې چارسمبالي وزیر مولوي سید حبیب الله اغا په دې هکله هېڅ کومه خبره ونه کړه.

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت
هغه وویل چې د "جګړې" تر پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د پخوا پرتله "ډېرو" زدکوونکو ته د پوهنې زمینه برابره شوې او پلان لري چې 'د دغه هېواد ټولو سيمو کې خپلو هېوادوالو ته د ديني او عصري علومو په برخه کې د ښو او متوازنه زدکړو اسانتیاوې برابرې کړي او د شته امکاناتو په چوکاټ کې به د ښوونکو د ژوندانه د لا ښه والي لپاره هڅې ګړندۍ کړي.'
د طالبانو حکومت د ښوونيز بنسټ دا لوړ پوړی چارواکی داسې مهال د "متوازنه" زدکړو خبره کوي چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدکړو اجازه نه ورکوي.
د همدې ورځې په مناسبت د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر طالبانو حکومت یو ځل بیا غړ کړی چې د نجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي.
ښاغلي کرزي پر خپل اېکس لیکلي، "زه په دې پرتمینه ورځ یو ځل بیا له سرپرست اسلامي حکومته غواړم چې هر څومره ژر وي د نجونو پر وړاندې د منځنيو زدکړو، لیسو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي او د هېواد لوڼو او زامنو ټولو ته دې د ښه تعلیم او تحصیل زمینه برابره کړي."
هغه غوښتنه چې نړۍ یې هم له طالبانو کوي او پر رسیمت د هغوی د پېژندنې پر وړاندې یو خنډ بلل کېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
خو د طالبانو حکومت پر واکمنۍ شاوخوا میاشت اوښتې وه چې د نجونو پر وړاندې يې په دې "پلمه" ښوونځي وتړل چې ګواکې "ترتیب او چاپېریال" ورته برابروي خو اوس یې پر هغه پرېکړه څه باندې دوه کاله اوړي چې کیسه زړه په زړه ده.
د نجونو زدکړو او د ښځو حقونو ځينې فعالان نیوکه کوي چې ګواکې طالبان په قصدي ډول د ښځينهو له زدکړو سره توپيري چلن کوي او پر وړاندې يې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلې ساتي.











