د کانکور د وړم کال اول نومره: طالبان زموږ غږ نه اوري، خو خویندې دې نه نهیلې کېږي

د عکس سرچینه، سلګۍ باران
په افغانستان کې د وړم کال د کانکور اول نومره وايي، د طالبانو له بېرته واکمنېدو راهیسې هېڅ داسې خبر نه دی راغلی چې د نجونو لپاره دې هېله بښونکی او په ګټه وي.
سلګۍ باران بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ویلي، په تېرو دوو کلونو کې افغانستان کې واکمنو ګڼې داسې اعلاميې خپرې کړې چې په هره یوه خبرپاڼه کې د ښځو حقونه له هغوی اخیستل شوي وو.
دا وايي: "مکتبونه یې بند کړل، پوهنتونونه یې بند کړل، د کار کولو حق یې ورنه واخیست او سږ کال بالاخره په کانکور کې د برخې اخیستو اجازه ورنه کړل شوه. دا زما لپاره ډېر نهیلی کوونکی خبر و، ډېر دردوونکی خبر و، چې هغوی [نجونو] ته په کانکور کې د برخې اخیستو اجازه ورنه کړل شوه."
سلګۍ باران افغانستان کې د کانکور ازموینه د برخلیک ټاکونکي امتحان په توګه یادوي چې په وینا یې شپه او ورځ به یې درس او سبق ورته وایه. دا وايي، دا ډېر خواشینوونکی خبر دی چې یو څه ته ښه زحمت وایستل شي او بالاخره درته وویل شي چې "ته حق نه لرې چې په دې امتحان کې برخه واخلې."
دا وايي، د یوې افغانۍ نجلۍ په توګه دا درد حس کولی شي او پوهېږي چې دا ډول پرېکړې زغمل اسان کار نه دی. د هغې په وینا نجونې په هېڅ برخه کې د هلکانو پرتله د لیاقت او وړتیا له اړخه کمې نه دي.
سلګۍ باران کانکور کې د اول نومره نجلۍ خبر ته (چې وړم کال دا خپله د کانکور عمومي اول نومره وه) په اشاره وویل "اول نومره نجونې هم لرو، هلکان هم، موږ ټولو دا هیله لرله چې د دې هېواد لپاره به کار کوو، له خپلو وروڼو سره یوځای به دا هېواد جوړوو او د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره به په ګډه کار کوو. دا هېواد به پخپلو پښو ودرېږي، هیلې مو درلودې، خو که موږ ته د تحصیل او تعلیم حق رانه کړل شي، نو زموږ هیله پوره کېدل به امکان ونه لري."
کانکور کې د نجونو نه ګډون او د نهلیۍ حس
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
سږ کال د کانکور په ازموینه کې هېڅ نجلۍ یا ښځینه ته د ګډون اجازه نه وه ورکول شوې او په پایلو کې یې هم نجونې نه نشته.
ځینو هغو نجونو چې سږ کال کانکور کې د ګډون حق نه دی ورکړل شوی، بي بي سي ته ویلي، تعلیم د دوی منل شوی حق دی او اوس ترې اخیستل شوی.
یوې نجلۍ د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د کانکور ازموینې لپاره یې په ټینګ هوډ چمتووالی نیولی و، چې هدف یې لوړو زدکړو ته لاره موندل وو، "خو کله چې په ازموینه کې له ګډونه محرومه شوم، واقعا ډېره خواشینې شوم او ډېره بده اغېزه یې لرله، او قطعا به هرې افغانې نجلۍ د دې ناامیدۍ احساس کړی وي، دا ډېره د افسوس خبره ده چې موږ نجونې ونشو کولی چې په کانکور کې برخه واخلو".
دا وايي، له تعلیم نه د ښځو منع کول او د زدکړې اجازه نه ورکول د دوی پر حقونو تېری دی. هغه وايي د افغان نجونو په استازیتوب له نړیوالو او افغان واکمنو دا غوښتنه لري چې د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې دې ژر تر ژره د افغان نجونو پر مخ پرانیستل شي.
رواني فشار

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
یوې بلې نجلۍ ویلي، د تېرو ۱۲ کلونو د زدکړې خواري یې په سیند لاهو شوه چې کانکور کې د ګډون حق ترې واخیستل شو چې په وینا یې "دا پر موږ یو ډول رواني فشار دی. تر هغه چې دوی [طالبان] او موږ ته کانکور کې د ازموینې اجازه راکړي، موږ خپلې هغه هیلې ښايي له لاسه ورکړو، هغه څه چې موږ زده کړي د رواني فشار له کبله له مو هېر شي."
یوه بله نجلۍ وايي، تېر کال یې د کانکور د چمتووالي لپاره ډېر زحمت ایستلی، خو کله چې کانکور کې د نجونو د نه ګډون اعلان وشو، دا ډېره نهیلې شوه: "ما غوښتل چې راتلونکې کې ډاکټره شم، خو له بده مرغه له موږ یې امتحان وانخیست او اوس مې له اسلامي امارت غوښتنه دا ده چې راتلونکي کانکور کې د ګډون کولو حق راکړي او د خپلې خوښې پوهنځي ته لار ومومو."
د تېر کال د کانکور دغه عمومي نومره (سلګۍ باران) وايي، علم، پوهه او تعلیم د رڼا حیثیت لري، "تیاره هېڅکله له رڼا سره برابره نه ده، بینا له نابینا سره هېڅکله برابر نه دی."
د ښځو تعلیم ته په اشاره هغې وویل، که یوه مور تعلیم او زدکړه ولري، داسې اولادونه روزلی شي چې ذهنونه یې روښانه وي او ټولنې ته روښانفکره بچیان وړاندې کړي.
"موږ یوې حقوقپوهې، ډاکټرې او انجینرې ته ضرورت لرو، که د درس ویلو اجازه ورنه کړل شي، مکتبونه همداسې بند وي، پوهنتونونه بند وي، په کانکور کې د برخې اخیستلو حق ورنه کړل شي، نو بله ورځ به موږ ډاکټره نه لرو، موږ به انجینره نه لرو، موږ به حقوقپوهه نه لرو، چې دا ډېره نهیلې کوونکې او دردوونکې ده."
سلګۍ باران وايي، په افغانستان کې د طالبانو له حکومت او چارواکو اوس کومه غوښتنه او هیله نه لري؛ ځکه چې په وینا یې "موږ ډېرې غوښتنې وکړې، یا خو زموږ غږ نه اوري او یا زموږ غږ ارزښت ورته نه لري، یوازې خپلو خویندو ته دا ویل غواړم چې نهیلې کېږئ به نه، خپل امید به له لاسه نه ورکوئ، له هرې تیارې وروسته رڼا وي."











