د افغانستان د تنکیو ځوانانو فوټسال ملي لوبډلې د اسیا اتلولي وګټله

د ۱۷ کلنو د فوټسال ملي لوبډله

د عکس سرچینه، Afghanistan Futsal Committee

د افغانستان د زلموټو یا تر ۱۷ کلنۍ د کم‌عمره ځوانانو د فوټسال ملي لوبډلې په پایلوبه کې ایران ته په ماتې ورکولو سره د اسیايي سیالیو اتلولي وګټله.

افغان لوبډلې په خپله وروستۍ لوبه کې ایران ته ۲-۱ په توپير سره ماتې ورکړه او د اتلولۍ په ترلاسه کولو سره یې د سرو زرو مډال وګاټه.

د افغانستان او ایران لوبډلو ترمنځ دا لوبه د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۳۰ /لړم ۸) په بحرین کې ترسره شوه.

د لوبې لومړی ګول د افغانستان د فوټسال د کم‌عمره ځوانانو لوبډلمشر عباس حیدري وکړ او افغان لوبډله د لومړۍ نیمايي تر پایه یو د صفر په مقابل کې مخکښه شوه.

په دویمه نیمايي کې بیا هم افغان زلموټي وځلېدل او دا ځل علي احمدي په بریاليتوب سره د ایران پر ضد دویم ګول هم وکړ او لوبه یې دوه-صفر کړه.

خو د افغانستان تر دوهم ګول کولو شاوخوا درې دقیقې وروسته ایران هم ګول وواهه او په دې توګه یې یو ګول جبران کړ.

د لوبې پای ته رسېدو ته څو ثانیې پاتې وې چې د یوه ایراني لوبغاړي له لوري د افغانستان ګول‌ساتونکي ته د لغتې په ورکولو سره ایرانی لوبغاړی ګرم وپېژندل شو او له لوبې بهر کړای شو. په همدې پسې ایراني لوبغاړو د افغان لوبغاړو او د هغوی پر ملاتړو نندارچیانو اعتراض وکړ او لوبه څو دقیقې وځنډول شوه.

د ۱۷ کلنو د فوټسال ملي لوبډله

د عکس سرچینه، AsianGamesOCA

د عکس تشریح، افغان لوبډله په دې سیالیو کې بې‌سارې ښه وځلېده. په پرله‌پسې ډول یې ازبېکستان، بحرین، چین او تایلنډ ته تر ماتې ورکولو وروسته له ایران سره پایلوبې ته ووتله.

د دې شېبې په اړه پر خواله رسنیو خپرو شوو ویډیوګانو کې ښکاري چې ایراني لوبغاړي افغان لوبغاړو او وروسته نندارچیانو ته ګواښونه کوي چې دې د ګڼو افغانانو غصه راپارولې او دا ویډيو ګڼو کسانو لاس‌په‌لاس کړې ده.

ایراني لوبغاړو که څه هم هڅه وکړه چې لوبه ۲-۲ مساوي اعلان شي خو داسې و ونه شول او د افغانستان او ایران ترمنځ دا پایلوبه د افغان لوبډلې په ګټه ۲-۱ پای ته ورسېده.

له دې سره د افغانستان د فوټسال تر ۱۷ کلنۍ د کم‌عمره ځوانانو لوبډلې تاریخ جوړ کړ او د ۲۰۲۵ کال د اسیايي سیالیو اتلولي یې خپله او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

په هرات کې ګڼ خلک واټونو ته راوتلي وو او د افغانستان بری یې نمانځه.

افغان لوبډلې تاریخ جوړ کړ

افغان لوبډله په دې سیالیو کې بې‌سارې ښه وځلېده. په پرله‌پسې ډول یې ازبېکستان، بحرین، چین او تایلنډ ته تر ماتې ورکولو وروسته له ایران سره پایلوبې ته ووتله.

د فوټسال لوبډلې د ګټلو لوبو جزیات:

د عکس سرچینه، Afghanistan Futsal Committee

افغان لوبډلې په دې سیالیو کې یادو لوبډلو ته په لوی توپیر ماتې ورکړې.

  • د ازبېکستان د (۲) ګولونو په بدل کې افغان لوبډلې (۱۰) ګولونه وکړل.
  • له بحرین سره په لوبه کې بحرین یو ګول هم و نه شو کړای خو افغانستان اووه ګولونه ووهل.
  • چین ته یې د یو-۴ په مقابل کې ماته ورکړه
  • تایلنډ هم افغانستان سره په لوبه کې یو ګول وکړ خو افغان لوبډلې یې پر ضد ۹ ګولونه ووهل.
  • او ایران سره په پایلوبه کې ایران یو ګول وکړ او افغانستان دوه او لوبه یې ترې وګټله.

په بحرین کې د ۲۰۲۵ کال د فوټسال په اسیايي سیالیو کې د افغانستان په ګډون بحرین، ازبېکستان، چین، ایران، تایلنډ، سعودي عربستان او قرغېزستان لوبډلو برخه اخیستې وه.

د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو د اسیایي لوبو د درېیم پړاو دا روانې سیالۍ به د نومبر میاشتې تر ۱۲ نېټې روانې وي.

په دې لوبو کې له ۴۵ اسیايي هېوادونو تر اتو زرو ډېر لوبغاړي په ۲۶ بېلابېلو ورزشي برخو کې سیالۍ سره کوي.

د افغانستان د المپيک کمېټې ویلي چې په دغو لوبو کې یې د فوټسال په ګډون په اتو مختلفو ورزشي څانګو کې ۵۷ لوبغاړي او روزونکي ګډون کوي.

تر اوسه په دغو سیالیو کې افغانستان په فوټسال کې یو د سرو زرو مډال، په جوډو کې دوه د سپينو او کورش او رزمي لوبو کې درې د زېړو مډالونه ګټلي دي.